1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کښې د پاکستان پر ضد لاريون

د افغانستان په پلازميه کابل کښې تر زرو زيات کسانو د پاکستان پر ضد په يوه لاريون کښې گډون وکړ.

default

دغه لاريون کښې په کابل کښې د پاکستان سفارت ته نږدی خلکو د «مړ دی وی پاکستان« او «مړ دی وی مشرف» شعارونه ورکول.

افغاني منابع وايي چې په تيره اونې کښې اته افغان پوليس او څلور ملکي خلک د افغانستان او پاکستان په سرحدي نښتو کې وژل شوی دی.