1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کي ځانمرگي يرغل لس کسان ټپيان کړل

یوه ځانمرګي برید کوونکي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ملي اردو د سرتيرو پر یوه سرویس باندې برید وکړ. د دغه پېښي په پایله کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. (عکس په کابل کي د يوې بلي پيښي دئ.)

epa03547221 Smoke billows from the scene of suicide bomb attack in Kabul, Afghanistan, 21 January 2013. Taliban insurgents targeted a government office early Monday, engaging in a shootout with security forces in the Afghan capital. The Taliban took the responsibility for the attack. EPA/S. SABAWOON +++(c) dpa - Bildfunk+++

Afghanistan Anschlag in Kabul

د کارپوهانو په خبره د طالبانو په ستراتیژي کې بدلون تر سترګو کیږي چې اوس خپل ډیر بریدونه پر افغان ځواکونو باندي کوي.

لویدویځ چارواکي وایي چې د طالبانو وروستي بریدونه ښيي چې د هغوی په ستراتیژي کې بدلون راغلی دی. د دغو چارواکو په خبره اوس طالبان ډیر وخت د ناټو ځواکونو پر ځای پر افغان امنیتي ځواک باندي بریدونه کوي.

د کابل د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار وختي د کابل په دریم ناحیه کې یوه پلي ځانمرګي بریدکوونکي خپل ځان د پوځ د یوه سرویس تر څنګ وچاوده. په دې پېښه کې لس کسان ټپيان شوي دي چي شپږ تنه ئې عسکر او څلور تنه ملکيان دي.»

یوه عیني شاهد یوه افغان سیمه ییز تلویزیون ته ویلي دي چې ځانمرکي برید کوونکي له ځان سره یوه چترۍ هم لرله. هغه ویلي دي: «زه د سړک بلې غاړې ته ولاړ وم چې ما یو سړی چې چترۍ یې هم په لاس کې وه ولید چې د پوځ موټر ته نزدې شو. هغه بیا تر موټرلاندې ننوت. ما فکر وکړ چې هغه د موټر چلوونکی دی، خو څو دقیقې وروسته چاودنه وشوه.»

د طالبانو یوه ویاند له رسنیو سره په تماس کې د دغه يرغل پړه پر غاړه اخیستې ده. د طالبانو دغه ویاند ادعا کړې ده چې په برید کې ۱۷ کسان وژل شوي دي. خو طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د ډیرو کسانو د وژل کیدو ادعاوې کوي.

په ستراتیژي کې بدلون

د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د فرانسې د خبري آژانس له خوا نهه بریدونه ثبت شوي دي چې د هغوی له ډلې څخه یوازې یو یې پر ناټو ځواکونو تر سره شوی دی. پاتې ټول اته بریدونه پر افغان ځواکونو باندي تر سره شوي دي.

یوه لوېدیځ امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د روان کال له پیل راهیسې ډیر بریدونه پر افغانانو باندې شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ پنتاګون دا خبره ومنله چې هغوی په خپل رپوټ کې په اشتباهي ډول ویلي ول چې په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو په بریدونو کې کموالی راغلی دی.

هغوی اوس ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې هم طالبانو پر بهرنیو او افغان ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په څیر بریدونه کړي دي.