1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کي د ۵۰۰۰ قربانيانو په ياد شمعي بلي سوې

د افغانستان د جمهوري رياست د پريکړي له مخي نن د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو ترمنځ د ۵۰۰۰ وژل سوو کسانو عمومي فاتحه واخيستل سوه. نن او سبا به د افغانستان بيرغ په هيواد دننه او باندي کي نيمه څوړند وي.

د کابل په گډون د افغانستان په نورو ولايتونو کي هم عمومي فاتحه واخيستله سوه. تيره شپه د قربانيانو د کورنيو په سونو غړيو په کابل کي د دارالامان ماڼۍ مخي ته سره راټول سول او د قربانيان په ياد يې شمعې بل گړل. د دغو قربانيانو د کورنيو له غړو څخه يوه هم ۳۹ کلنه حفيظه ده چي ټول ژوند يې د جگړې له دردونو سره غوټه سوی دی.

حفيظه هغه وخت څلور کلنه وه چي پلار يې د وخت د حکومت له خوا ونيول شو. هغه وايي پلار یي د دولتي مطبعې مامور وو چي د کمونیستي رژیم له خوا له مخالفینو سره د تړاو په تور په شپه کي له کوره څخه و ايستل سو.

دا چي د خپل پلار د ایستلو شیبي یي نه یادیږي وايي، کله چي یي مور تر تیر کال پوري ژوندۍ وه لا یي هم تمه وه چې یوه ورځ به مي پلار کورته راشي. د حفیظي په خبره چې د خپل پلار فاتحه یي تر تیري اوونۍ پوري نه وه اخیستې. دا وايي اوس يې د پلار نوم د هغو ۵۰۰۰ وژل سوو کسانو په ليست کي و موند چي په دې ورستیو کي د هالنډ هیواد له خوا خپور شو.

حفيظه د هغه نوم لړ پاڼي را اړوي چې د پلار نوم يې د سونو کسانو په مینځ کي لیکل شوی او مخې ته یي د هغه د وژنې جرم ورسره په زیږو کرښو ليکل شوی دی. هغه د پلارم نوم ته گوته نيسي او وايي:

«دا زما د پلار نوم دی،عبدالله د کلیم الله زوی د پروان د سیاه ګرد ولسوالۍ اوسیدونکی، جرم ته يې وګورۍ اخوانی، آیا اخوانیتوب جرم دی، دا ظالمانو د هغه د وژني یوه بهانه لیکلې، زه فکر کوم چې جنایت کاران به د خپل دغه عمل په تر سره کولو اوس پښېمانه او شرمنده وي.»

د قربانيانو انځورونه

د قربانيانو انځورونه

حفیظه وايي تل به یې دروازې ته سترګي وې چي ګوندي کومه ورځ به يې پلار بیرته کور ته راشي خو کله چي يې تیره اوونۍ د خپل پلار د مرګ خبر تر لاسه کړ د تل له پاره یي دغه انتظار ته د پای ټکی کښېښوول شو:

«ما او مور به مې تل دې ته انتظار کاوه چي پلار به مي کومه ورځ بیرته راشي، که به ناڅاپه له کومي نابلدي شمیري ټلیفون راغی مونږ به په بیړه ځواب ورکړ چې ګوندي د پلار احوال به مي راغلی وي، خو دا هیله مې د تیرې سه شنبې په ورځ له خاوروسره خاوري شوه.»

د کابل د چهاردهې ولسوالۍ یو اوسیدونکی قاضي ابراهیم یو له هغو کسانو دی چي وايي ورور یې د ثور د کودتا په شپه د وخت حکومت له کوره وایست او تراوسه پوري یې د مرګ او ژوند احوال نه لري. هغه وایي ده په نوی خپاره شوي نوم لړ کې د خپل ورور حشمت الله په نامه پسي چې پر هغه مهال د پوهنتون زدکړیال وو ډیر لټون وکړ خو ويې نه موند:

«کله چي خبر شوم چې داسي یو نوم لړ خپور شوی نو لیست مي کور ته راوړ او د خپل ورور په نوم پسي ډیر وګرځېدم خو د هغه نوم مي و نه موند، ډیر مي وکوت لیکن نه وو پکې، زه فکرکوم چي ښايي په همغه شپه یې وژلی وي. کاشکي چي یې د مرګ خبر راغلی وای زموږ زړونه به په صبر شوي وای.»

ویل کیږي چي د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو ترمنځ په زرونه تنه ځوانان او د پاخه عمر خاوندان په یوه او بل نامه د وخت د حکومت پر ضد د فعالیتونو په پلمه ونیول شول. د دغو کسانو د ځينو مړي په لومړیو ورځو کې پیدا شول خو ځیني نور بیا تر اوسه لا ورک دي.