1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په کابل کي د خښتو کورې، د ۲۱مي پیړۍ د غلامانو کیسه

په کابل کې د خښتو په کورو کې ډېر کارگر د خپلو پورونو خلاصولو په سبب تر سختو شرایطو لاندي کار کوي. هغوی د کورو د خاوندانو پوروړي دي، خو آن تر کار وروسته یې پورونه د کمښت پر ځای د ډېرښت په حال کې دي.

که څه هم دل آغا هره ورځ د کابل په څنډو کې د خښتو په کورو کې سخت کار کوي، خو ورځ تر بلي په پورونو کې ډوبيږي. هغه پوهیږي چې هیڅکله به هم د کورې د خاوند د څو زره ډالرو پور ادا نه کړای شي. د خښتو کورې خاوند هغه ته دغه پیسې د سختې اړتیا پر مهال ورکړي وې. خو دل آغا پوهیږي چې تر مرګ وروسته به یې آن ماشومان د دغه پور د ادا کولو له پاره د کورې د خاوند مزدوران وي.

دل آغا د هغو سونو کسانو له ډلې څخه یو دی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یې «د ۲۱مې پیړۍ غلامان» بولي. دغه کسان د خښتو په کورو کې د ډیرو لږو پیسو په بدل کې سخت کار کوي او د خپلو کارفرمایانو له پاره په کال کې په میلیونونو ډالر ګټي. قانون د هغه له پاره څه نه شي کولای، او یو چارواکی وایي چې د حکومت ډیر غړي د دغي موضوع پر ضد خپل غږ نه شي پورته کولای.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویاند رفیع الله بیدار، وایي چې د دل آغا په شان کسان له خپلو بشري حقونو، لکه د زده کړي حق، روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي حق، د کار د ښو شرایطو حق او نورو څخه بې برخې شوې دي.

هغه وایي: «ټول هغه کسان چې د خښتو په کورو کې کار کوي د ۲۱مې پیړۍ غلامان دي.» هغه زیاته کړې ده: «هغوی د زندانیانو په شان دي. دغه ناوړه وضعیت د هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کول دي.»

افغانستان په تیرو ۱۵ کلونو کې په میلیاردونه ډالر د پرمختیایي مرستو په چوکاټ کې ترلاسه کړې دي. نړیوالي ټولني په اکتوبر میاشت کې یووار بیا ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۰م کاله پورې به افغانستان ته ۱۵ میلیارده ډالر ورکړي چې پر پرمختیایي پروژو یې مصرف کړي.

خو پر دې ټولو سربیره اقتصاد بیا هم د ودې په حال کې نه دی. د ۲۳ کلن دل آغا، غوندي کسانو له نظره چې د درو ماشومانو پلار هم دی، افغان حکومت د کار کولو او د هغوی له پاره د یوه عادي ژوند د برابرولو وړتیا نه لري.

افغانستان د نړۍ یو له ډیرو نادارو هیوادونو څخه دی چې پکښې د ثروت د ویش توپیر ډیر زیات دی. د ټولني بډایه کسان میلیاردران دي او ناداره کسان بیا د دل آغا په شان د خښتو په کورو کې کار کوي.

د کابل په دهسبز سیمه کې د خښتو د دغې کورې ډېر کارگر د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي. هغوی وایي چې د کورې خاوند یې کلي ته راغلی ول او هغوی ته یې پورونه ورکړي.

د خښتو د دغې کورې کارکوونکي وایي چې د کورې صاحب ورته د اپریل او اکتوبر میاشتو تر منځ د کار وړاندیز کړی وو چې هغوی وکولای شي خپل پورونه ادا کړي. دوی وایي چې هغوی د ورځې د ۱۰۰۰ او ۱۵۰۰ افغانیو تر منځ پیسې ګټي.

کله چې هغوی په ژمي کې بیرته خپلو کورونو ته ورځې، نو د کورې صاحب ورته نورې پیسې هم ورکوي چې د ژمي له پاره خرید وکړي، په دې ترتیب سره نو هغوی د کال په پای کې د تیر کال په پرتله لا ډیر پوروړي وي.

د کورې مدیر، چې خپلو کارکوونکو ته پور ورکوي حشمت علي، نومیږي. هغه وایي: «دا همداسې ده. که د کورنۍ پلار مړ شي، نو ماشومان یې باید دلته کار وکړي او د هغه پور ادا کړي.»

خو یوه حکومتي چارواکي چې د نوم د نه بربنډولو په شرط یې خبري کړې، ويلي دي چې واقعیت تر دې ډیر تریخ دی. د هغه په خبره، د خښتو د کورو ځمکه په جنګسالارانو او زورواکانو پورې اړه لري چې قانون په پام کې نه نیسي: «د کابل د خښتو ټولي کورې په زورواکانو او جنګسالارانو پورې اړه لري.» هغه زیاته کړه: «دغه کسان لومړی کلیوالو ته پور ورکوي او بیا له هغوی څخه د خپلو غلامانو په توګه کار اخلي.»

د کابل د دهسبز سیمې د خښتو په ۳۵۰ کورو کې هر کال په میلیونو خښتې پخیږي. د دغو خښتو د خرڅلاو له لاري د کورو خاوندان هر کال په میلیونو ډالره ګټي.

خو د دغو کورو کارکوونکي تر ډیرو سختو شرایطو لاندي ژوند کوي. د افغانستان د خپلواک کمیسیون ویاند بیدار، وایي چې دغه ستونزه ښايي په اساني سره حل نه شي.

حکومت هم د دل آغا په شان کسانو سره مرسته نه شي کولای ځکه د خښتو پر دغو کورو باندې هیڅ ډول کنترول نه لري. یوازنۍ دولتي اداره چې له دغو کورو سره سروکار لري، د چاپیریال ساتنې اداره ده چې هغه هم یوازي په چاپیریال پوري تړلې موضوعګانې څیړي او له بشري حقونو سره سروکار نه لري.

خو دل آغا وایي چې چاپیریال د هغه له پاره تر ټولو وروسته راځي، ځکه باید لومړی د خپلو ماشومانو غم وخوري. هغه څلور کاله مخکې د کورې له خاونده د تداوۍ له پاره ۶۱۰۰ ډالره پور کړي. په دغو کلونو کې هغه یوازې د ۱۵۰۰ ډالرو پور په ادا کولو توانیدلی دی. هغه وایي: «زما کوچنی ماشوم هیڅ راتلونکې نه لري. کله چې هغه لوی شي نو زما سره به د پور په ادا کولو کې مرسته وکړي.»

هغه زیاتوي: «که زه پوروړی نه وای، نو ما به خپل ماشوم ښوونځي ته استولی وای چې هغه ښه راتلونکې لرلې وای. خو اوس د هغه راتلونکې یوازې د خښتو جوړول دي. اوس د هغه راتلونکې همدا ده.»

DW.COM