1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کابل کي د حيواني ناروغيو د تشخيص لس مرکزي لابراتوارونه جوړسوي

دغه لابراتوارونه په دې سربيره چې د حيواني ناروغيو لکه څارويو او چرګانو ناروغي تشخيصوي د ا اچ ان او د مرغانو د ا اچ 5 ناورغۍ هم معلومولای سي...

دا لومړى ځل دى چي په افغانستان کي په نوي تکنالوژۍ سره سمبال مرکزي لابراتوارونه پرانستل کيږي

دا لومړى ځل دى چي په افغانستان کي په نوي تکنالوژۍ سره سمبال مرکزي لابراتوارونه پرانستل کيږي

د ک رهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست انجينر محمد اصف رحيمي په دې اړه خبريالانوته وويل ، چ ي دا لومړى ځل دى په نو ي تکنالوژۍ سره د غس ي سمبال او مرکزي لابراتوارونه پرانيزې . د دې وروسته زموږ سوداګر د چرګانو د فارمونو او کوچ ي ان ورونه کولاى س ي په ډ ا ډ سره د دغو لابراتوارونو له لاري خپل مالونه او چرګان ناروغ ي تشخيص او تداوي کړي.

محمد اصف رحيمي د اروپايي ټولن ي د کميسيون مرستوته په اشارې سره وويل دغه ټولنه د کر هڼي د وزارت سره پ ر دې برسيره ، چې په روغتيايي برخه کې مرسته کوي لکه چ ي دا نن ئې لس سمبال مرکز ي لابراتوارونه ج وړ او ګټ ي اخستلو ته وسپارل دغه شان په نظر ک ي ده چ ي د هيواد په نورو ولاياتو ، بندورونو او هوايي ډګرونو ک ي هم ورته لابراتوارونه جوړ شي .

ماهران او تخصيصن راته روزي او همدارنګه د ب ڼ والۍ په برخه ک ي د باغونو د سمبالولو لپاره د ميوه جاتو ملي کميسيونونو په جلال آباد مزار شريف هرات او ک ندهار کې راته جوړکړي ترويجي خدمتونه ترسره کوي او داسې نور .

« دغه راز د حيواني ناروغيو د تشخيص او څيړنې د مرکزي لابراتوار ونو يو مسول حبيب الله حبيبي د المان ږ غ راډيو د خبريال سره په خبروک ي وويل ، چ ي د دې نه مخک ي يې هم د بکتريا وي اوپرازي ټ ي تشخيص لابراتوارونه لرل خو په دې کچه په نوي تکنالوژۍ سمبال نه وو اوس کو لای شو د عامي روغتيا وزارت سره هم همکاري وکړو او ا اچ يو ان يو او د ا اچ 5 ناروغې هم پکښې تشخيص کړو . دغه لابراتوار په سړو خونو سربيره ټولي اړونده څآنګې لري.

دغه راز د کرهڼي او مالدارۍ د وزارت سر پرست د ژمي په رارسيدو سره د بيړنيو حالاتو لپاره د چمتو والي خبرهم ورکړ او ويې ويل، چي د هيواد په کچه په هغو ولاياتو کي، چي هلته غنم ډير کرل سوي دي د بيلابيلو دهقاني کوپراتيفونو څخه د ورځي په بيه 70 زره ټنه غنم پيرلي او په ګودامونوکي يې د دې لپاره زيرمه کړي دي، چي د اړتيا په صورت کي يې په بيړني ډول اړونده سيموته واستوي.

جمال کوټوال/ کابل

کتونکی. زيارمل