1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په چين کې 33 تنه په يو کان کې تر خاورو لاندې شوي دي

د چين په مرکزي هنان ولايت کې په يو کان کې تر چاودنې وروسته 33 تنه کارکونکي تر خاورو لاندې شوي دي.

تېر کال تر 4700 زيات کارکونکي په چينايي کانونو کې مړه شوي دي

تېر کال تر 4700 زيات کارکونکي په چينايي کانونو کې مړه شوي دي

د چين دولتي خبري اژانس سينهوا خبر ورکوي چې د ژغورنې چارې پيل شوي دي، ولې د جزياتو له ورکړې څخه ډډه کوي. د چين کانونه په نړيوله کچه په ډېرو خطرناکو کارځايونو کې راځي. تېر کال تر 4700 زيات کارکونکي په چينايي کانونو کې د چاودنو، اورونو او سيلابونو د وجې مړه شوي دي.