1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په پکتيکا کي د سړک د غاړي ماين اووه تنه کوچنيان ووژل

د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چي د دغه ولايت په خېرکوټ ولسوالۍ کې د يوه ښخ شوي ماين د چاودنې له امله اوه تنه ماشومان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.

پېښه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۱۸) د ماسپښين پر نزدې ٣ بجې د خېر کوټ ولسوالۍ د مليزو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده او ويل کيږي، چې وژل شوي ټول ماشومان سره خپلوان دي او په يوه کورنۍ پورې اړه لري.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان دويچه ويلي ته وويل، چي دا د سړک غاړې ماين وو، چې د مليزو او شنه څاه د سيمو په عمومي سړک کې ښخ کړل شوى وو او هغه وخت و چاودېد، چي دغه ماشومان له کور څخه د لوبو له پاره روان ول:

«په دې چاودنه کې وژل شوي اوه تنه ماشومان د کاکا زامن او خپلوان دي او د ټپي شويو ماشومانو روغتيايي وضعيت اوس نورمال دى.»

د والي وياند دا د وسله والو طالبانو کار وباله، چې په وينا يې هغوى تل د سړک پر غاړه ماينونه ښخوي، څو پر افغان او بهرنيو عسکرو يې وچوي، خو د هغه په خبره، ډېر وخت بيا دغه ماينونه د ملکي خلکو پر موټرو او د ښوونځيو پر ماشومانو چوي.

د پکتيکا والي محب الله صميم هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه پېښه غندلې ده او امنيتي ارګانونو ته يې امر کړى دی، چي جدي پلټني وکړي او د دې پېښې عاملين ونيسي.

تر اوسه هيڅ کومي وسله والو ډلي د دې چاودنې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.دا لومړی ځل نه دی چي په دغه ولايت کي د سړک د غاړي ماين په چاودنه کي ملکي وګړي وژل کيږي.