1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په پاکستان کې پر هندي فلمونو بندیز ختم شو

د پاکستان حکومت څو میاشتې وروسته د هندي فلمونو پر واردولو او سینما کې نندارې ته وړاندې کولو باندي بندیز لېرې کړی دی. دغه بندیز د دواړونو هیوادونو تر منځ د کشمیر په لانجه کې د اړیکو د خړپړتيا په سبب لگول شوی وو.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې مریم اورنگزیب، د یکشنبې په ورځ وویل چې حکومت د ۲۰۰۷م کال د پریکړې په پام کې نیولو سره په هیواد کې پر هندي فلمونو لگیدلی بندیز ختموي. د هغې په خبره پاکستاني فلمي صنعت ته هندي سینما نوی ژوند او پیاوړتیا وربخښلې ده.

په پاکستان کې د «هم فلمز» څخه نصر خان، چې د هندي فلمونو د واردولو او په سینما کې نندارې ته د وړاندي کولو په چارو بوخت دی، د دغه گام هرکلی کړی دی. هغه د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د هغه د فلمونو د توزیع کولو شرکت له حکومت څخه د اجازې اخیستلو له پاره عریضه کړې ده چې په پاکستان کې نندارې ته د فلمونو وړاندې کولو له پاره اړینه ده.

د نصر خان په خبره هغه په ورستیو کې جوړ شوي د هندي فلم «قابل» په پاکستاني سینماگانو کې نندارې ته وړاندې کول غواړي. هغه هیله څرگنده کړې چې د دوشنبې په ورځ به د هغه اجازه ورکړل شي.

د جنوبي آسیا دغه دوه سیال گاونډي هیوادونه (پاکستان او هند) چې د اتومي وسلو خاوندان هم دي، تر منځ په وروستیو وختونو کې ترینگلتیا زیاته شوې ده.

د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د هند تر ولکې لاندي کشمیر په اوړي سیمه کې د یاغیانو له خوا د هندي عسکرو پر یوې اډې باندې تر برید وروسته د دواړ هیوادونو تر منځ د پولو په اوږدو کې څو خونړۍ پیښې هم رامنځ ته شوې. همداشان د دواړو هیوادونو تر منځ کلتوري اړیکي هم له دې کبله اغیزمنې شوې وې.

نور مطالب:

DW.COM