1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په پاکستان کې د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو نیټه وغځول شوه

پاکستان د شا او خوا ۱،۵میلیونه راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو نېټه د روان میلادي کال تر ډسمبر میاشتي پوري غځولې ده. دغه پریکړه نن د کابینې په غونډه کې شوې ده.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د اطلاعاتو وزیري مریم اورنگزیب، ویلي دي چې تر ډسمبر میاشتي پوري د راجستر شوو افغانانو د پاتېدو په هکله پریکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده. تر دې دمخه په رسمي توگه دغه نیټه د روان کال د مارچ میاشتې تر وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.

خو پاکستان په دې هکله څه نه دي ویلي چې د دغې نیټې تر ختمیدو وروسته څه پلان لري. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې شا او خوا یو میلیون غیر راجستر شوي افغان مهاجر هم ژوند کوي.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې زیاتره دغه مهاجر په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جگړې له کبله او همداشان په نویمه لسیزه کې د کورنۍ جگړې پرمهال له خپلو ټاټوبو پاکستان ته کډه شوي دي.

مریم اورنگزیب دا هم ویلي دي چې کابینې یو شمیر نور اقدامات هم معرفي کړي دي چې پکښې د ویزې نوې تگلاره هم شامله ده، څو پر پوله د افغانانو تگ راتگ کنترول کړل شي.

نور مطالب:

DW.COM