1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په پاکستان کې اپوزيشن په يو ايتلاف توافق وکړ

اسلام آباد: درې ورځو له انتخاباتو څخه وروسته د اپوزيشن درې مهم گوندونه (مسليم ليگ، د پاکستان د خلکو گوند او نشنل عوامي گوند) د خبرو اترو څخه وروسته د يو ايتلافي حکومت په جوړولو يوی موافقې ته ورسيدل.

د مسليم ليگ مشر نواز شريف او د ppp يو مشر آصف علی زرداري

د مسليم ليگ مشر نواز شريف او د ppp يو مشر آصف علی زرداري

نشنل عوامي گوند د صرحد (پښتونخوا) په صوبه کې د اسلاميستي گوندونو ايتلاف MMA ته ماتې ورکړه.
دغه گوندونو اعلان کړی دی، چې د پاکستان اوسنۍ جمهور ريس دی له خپلی چوکی څخه استعفا وکړی.
د پاکستان د خلکو گوند ppp چې په انتخالاتو کې تر ټولو نورو گونډونو څخه زياتي رايي وړی دی، د پاکستان نوی صدراعظم ټاکی.