1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

په پاکستان کي ولسي پاڅون که د حکومت د پلان يوه برخه

يو ورځ وروسته له هغي چي په يو جومات کي يوه خونړي ځانمرګري بريد وشو او څه ناڅه 38 کسان ووژل شول، په «پاسني يا اپر دير» کي د شنبي په ورځ ځايي خلک د طالبانو پر خلاف راپورته شول...

په پاکستان کي د طالبانو په وړاندي د ولسي خلکو پاڅون

په پاکستان کي د طالبانو په وړاندي د ولسي خلکو پاڅون

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو په دې اړه د پيښور پوهنتون د ژورناليزم د څانګي له استاد اشرف عرفان سره مرکه کړې او په سرکي يې همدا څني پوښتلي چي آيا دا د طالبانو پرخلاف ولسي پاڅون دی که څنګه.

عرفان: بالکل همداسي ده. دا پاڅون ولسي ريښي لري. په دغه سيمه يعني اپر دير کي طالبانو ځاي نيولي ؤ، ځايي خلک ور سره خوښ نه ؤ، هغوي طالبانو سره وغږيدل چي سيمه يي خوشي کړي او له هغه ځاي څخه لاړ شي، له دي څخه مخکي په کښته دير يا «لور دير» کي د طالبانو په خلاف پوځي عمليات په لاره اچول شوي ؤ. د « اپر دير» خلکو نه غوښتل چي د نورو سيمو له برخه ليک سره مخامخ شي، پوځ د هغوي سيمي ته ورشي او په عملياتو لاس پوري کړي، په همدي وجه هغوي طالبانو ته وويل چي لاړ شي، که لاړ نه شي نو پوځ دوي پسي راځي، بيابه دلته هم عمليات کوي، او خلک نه غواړي چي له ستونزو سره مخامخ شي. طالبانو د هغوي خبرو ته غوږ ونه نيو، هماغه ؤ چي د قوم مشران، مخورکسان او ملکان سره ټول شول يو «لښکر» يي تيار کړ. اوس هغوي کلي په کلي ګرځي. زمونږ د معلوماتو له مخي دغه لښکر د طالبانو پر خلاف په جګړی لاس پوري کړي دي او يو شمير طالبان يي وژلي دي. ځايي خلک اوس همدا وايي چي يو طالب هم نه پريږدي.

دويچه ويلي: تاسو په خپلو خبرو کي وويل چي خلک مخکي له دي هم له طالبانو څخه راضي نه ؤ، دا څنګه وشول چي هغوي سمدلاسه په يو وسلوال پاڅون لاس پوري کړ، ولي پخوايي دا کار نه کاوه؟

عرفان: مخکي له دي خبره دا وه چي ډيري طالبان ځايي ؤ، هغوی دا «جواز» مخکي کاوه چي ګواکي يو اسلامي نظام قايمول غواړي، د هغوی د دي ټولو فعاليتونو هدف اسلام دي اوبس... له بلي خوا هغوي افغانستان ته هم تګ او راتګ کاوه .... خلکو هم دا ګمان کاوه چي طالبان اسلامي نظام غواړي نو مقابله ور سره پکار نه ده... خو وروسته معلومه شوه چي دوي نه شرعي نظام غواړي او نه د اسلام لپاره کار کوي.... دا مسأله په سوات کي ډيره روښانه شوه. هلته حکومت طالبانو سره روغه وکړه چي شريعت جاري کړي. هغوي د دي پر ځای چي شريعت جاري کړي، نورو سيمو ته يي تګ او راتګ پيل کړ، کله به دير ته تلل او کله به بونير ته....هغوي د شريعت پر ځاي دغو سيمو ته ناامني راوستله. اوس د طالبانو شهرت ورځ په ورځ خراپيږي... د هغوي د شهرت ګراف مخ په حوړ روان دي. خلکو سره دا احساس دي چي طالبانو سره ناامني تړلي ده. له دي سره خلکو ته خطر پيدا کيږي.

دويچه ويلي: په ځينو رپوټونو کي ويل شوي چي د طالبانو پر خلاف د عامو خلکو دغه پاڅون د پاکستان د پوځ د پلان يوه برخه ده چي خپله نه شي کولاي د طالبانو مخه ونيسي، اوس قومي مليشه چي د لښکر نوم پر ايښودل شوي، جوړ کړي چي د طالب اورپکو پر خلاف وجنګيږي..

عرفان: حقيقت دا دي چي پخوا داسي يو پلان باندي کار شوي ؤ... خو حکومت په دي برخه کی نيمګړتيا ښکاره کړه، زما اټکل دی چي دا د حکومت بي غوري وه چي دا پلان يي له پوځي عملياتو مخکي ولی پلی نه کړ. زه په دي باور يم ، يواځي ځايي خلک طالبانو ته ماته ورکولاي شي، ځايي خلک هغو سره خبري هم کولاي شي، هغو سره جګړه هم کولاي شي. رښتيا خبره هم دا ده چي دا د پوځ کار نه دي. ځکه چيرته چي طالب وي او پوځ وي، هلته ولسي وګړو ته هرمرو تاوان رسيږي. حکومت بايد ځايي خلک غښتلي کړي چي هغوي د طالبانو مخه ونيسي. خو د حکومت له خوا په دي برخه کي تر اوسه پوري جدي اقدام نه دي شوي. خو ځايي خلکو ځان سره پريکړه کړي که چيري حکومت له هغوي سره امداد هم نه کوي، هغوي په خپله د طالبانو په وړاندي راولاړيږي. خلک مجبوره دي چي دا کار وکړي، ځکه که پوځ د هغو سيمو ته ورشي ، بيا نو تباهي نوره هم زياتيږي. نو کومه معامله چي اوس په « اپر دير» کي روانه، ده د همدي واقعيت پر بناء ده. خلک اوچت شوي او د طالبانو پر خلاف جنګيږي. هغوي وايي که دا کار ونه کړي، نوپوځ راځي . نه طالب د هغوي په ګټه دي او نه پوځ. دغه دواړه فريق د هغوي سيمي ته ناامني راوړي. دا ده چي خلک خپل لښکر جوړوي.

دويچه ويلي: دا په دي معني چي دا په ټولو قبايلي سيمو او بيا په پاکستان کي د طالبانو د ماتي پيل دی؟

عرفان:حقيقت خو همدغه دي. ځکه کومه وعده چي طالبانو کړي وه، چي عدل به راوړي، شريعت به راوړي، انصاف به کوي... هغه يي پر ځاي نه کړه. طالبان ناکامه شوي دي. هغوي د دي وعدو پر ځاي نا امني راوړه. اوس هغوي د خلکو په منځ کي ملاتړ نه لري.

دويچه ويلي: د پاکستان د طالبانو او افغانستان د طالبانو ترمنځ اړيکي څه ډول دي آيا دغه تحول چي په پاکستان را پيدا شوي او ځايي خلک د طالبانو پر خلاف راولاړ شوي دي، آيا دا به د افغانستان په طالبانو باندي هم اغيزي وکړي که څرنګه؟

عرفان: د افغانستان او پاکستان معاملات سره جلا دي. افغانستان کي د امريکي پوځونه دي، هلته که چيري کوم تاوترخوالي ښکاره کيږي، هغه د بهرنيو پوځونو له امله ښايي وي، خو په پاکستان کي حالات داسي شول چي طالبان د حکومت پر خلاف شوي دي، مونږ باندي امريکايي پوځونه نه دي راغلي. که څه هم د پاکستان حکومت باندي نيوکي کيږي چي له امريکي سره ملګرتيا کوي او خپل خلک یی په هغو خرڅ کړي دي. خو بيا هم « دا يو آزاد ملک دي، خپل جمهوريت سيستم لري. د پاکستان د طالبانو اجنداء يوه ده او د افغانستان د طالبانو اجندا بله.»