1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په پاکستان کي د فابريکې نړېدو ۱۸ کسان وژلي

په پاکستان کي د يوې فابريکې د نړيدو په پيښه کي ۱۸ انسانان وژل سوي. په دغه پېښه کي ډېر نور کسان د چت د رالوېدو له کبله تر خرابو لاندي بند پاته سوي او د ژغورني چاري ئې رواني دي.

د لاهور ښار په ۲۰ کيلومترۍ کي د خلطو جوړولو يوې فابريکې د چت نړېدو په پيښه کي نژدې ۱۰۰ کسان له خرابو را ايستل سوي دي. ژغورونکو ډلو ويلي دي چي د پيښي پرمهال ډېر کسان د فابريکې په لاندي برخه کي سره راټول سوي ول.

يو کس چي د نړيدلي چت تر خرابو لاندي ژوندی پاته سوی، له هغه ځايه د تليفون په مرسته له يوه ځايي تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ په اول پوړ کي کار کاوه چي د کارخانې چت را ونړېد. اوس زه د ماشينونو ږغونه اورم او اميد دی چي ژوندی به پاته سم.»

ژغورونکو ډلو ويلي دي چي د فابريکې چت د نړېدو پرمهال نژدې ۱۵۰ تنه کارگرانو کار کاوه. چارواکو ويلي دي چي د ژغورني چاري رواني دي.

په پيښه کي ټپي سوو کارگرانو ويلي دي چي د فابريکې مالک د قرارداديانو هغو مشورو ته پام نه وو کړی چي ورته ويلي ئې ول چي فابريکې د زلزلې پر مهال درز کړی دئ. اوس د دغي فابريکې پر دريم پوړ د جوړولو کار روان وو.

څو ورځي د مخه په پاکستان او افغانستان کي زلزلې نزدې ۳۰۰ انسانان ووژل او په زرونو ودانۍ ئې ونړولې.

يوه پاکستاني چارواکي محمد عثمان، ويلي دي چي د فابريکې مالک په وژل سوو کسانو کي دئ. ژغورونکو ډلو ويلي دي چي د نړېدلي فابرېکې له خرابو څخه ئې تر اوسه ۹۷ کسان ژوندي را ايستلي دي.

په پاکستان کي د ساختماني کارونو ډېره څارنه نه کيږي او په دغه هيواد کي ډېري داسي پيښي رامنځ ته سوي چي ودانۍ را نړېدلې يا ئې اور اخيستی او په سوونو انسانان پکښي وژل سوي دي.

په ۲۰۱۲م کال کي د کراچي ښار په جنوب کي په يوه فابريکه کي د اورلگېدني په پېښه کي نژدې ۲۸۹ انسانان ووژل سول.