په پاريس کي دافغانستان دپاره دخاصو استاذو مشورتي غونډه | افغانستان | DW | 02.09.2009
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په پاريس کي دافغانستان دپاره دخاصو استاذو مشورتي غونډه

په افغانستان کی د ولسمشری ټاکنو نه څه کم دوه اوني وروسته نن په پاريس کی دافغانستان دپاره دنړیوالي ټولنی خاص استا‌ذي سره راغونډیږي.

پاريس

پاريس

په دغه کتنه کی به د 27 هيوادونو او نړیوالو سازمانونو استاذی په دی هکله سره سلا مشوری وکړی چی دهندوکش په لمنه پروت هیواد افغانستان کی به د دوي راتلونکي ستراتيژي څه وي.

په دغه غونډه کی به دآلمان استاذیتوب دافغانستان او پاکستان دپاره ددغه هیواد خاص استاذي Bernd Mützelburg وکړی .

داچی ددغي مشورتی غونډي په پاي کی به دغونډي برخه وال کومي نتیجی ته ورسیږی ، ورسته څرذګندیږی. خو ددغي غونډی دپيل څخه مخکی ټول برخه وال په دی عقيده دی چی په افغانستان کي د تيرو اتوکلونو تجربي او دطالبانو په ضد مبارزي ښودلی چی داوسنی ستراتيژي دوام به سمه تګ لاره نه وي.

دپاريس په مشورتی غونډه کی به دخبرو اساسی آجندا داوی چی په څه ډول سره نړيواله ټولنه کولاي شی دافغانستان دراتلونکی حکومت سره په اغيزمنه تو ګه کار وکړی. دغه خبره د فرانسی بهرنيو چارو دوزارت استاذی Vage چی ددغي مشورتی غونډی کوربه هم دی ، کوی. د افغانستان او پاکستان لپاره دامریکي دمتحده ایالتونو خاصاستاذی Richard Holbrooke په یو ځل بیا دخپل هیواد په دي دريځ باندی ټینګار وکړی چی په روان وخت کی به بله اغيزمنه لاره نه وی پرته له دی چي په لنډ محال ډول سره افغانستان ته نور هم زيات عسکر او پوځی اکمالات واستول شی تر څو چی د زور لارو طالبانو په ضد په اغيزمنو عملیاتو سره په دغه هیواد کی سوله او ثبات راشی.

خو د هولبروک دغه غوښتنه به دغونډی دنورو برخه والو دپاره يو ه ډیره پيچلۍ مساله وی. په تيره بيا په آلمان کی. په همدی نژدی ورځو کی دالمان دسوسیال مسیحی دیمکرات CSUد ګوند يو شمير بانفوذو سیاست مدارانو غوښتل دپوښتنه مطرح کړی چی څه وخت به آلمانی عسکر دافغانستان څخه وځی او بايد په دی کار کی دبیړی څخه کار واخيستل شی خو د آلمان لمړی وزيری انګيلا مرکل هڅه کړی چی په دی موضوع باندی خبرو او جروبحثونو ته بايد لمن ونه وهل شی. بايد ترهر څه ړومبي ددي دپاره کار وشی چی دافغانستان ملی اردو او ملی امنیتی ځواکونه سمبال او پياوړی شی تر څو دوی وشی کړای به هیواد کی دسولي او ثبات دساتنی دنده په غاړه واخلي.

د آلمان د لمړی وزارت لپاره د دغه هیواد د سوسیال دیمکرات دګوند نوماند فرانک والتر شتاين ماير چی د آلمان په اوسني ايتلافی حکومت کی د بهرنيو چارو وزير هم دی وايی چی که چيری دی د المان لمړی وزير شی نو د افغانستان د راتلونکی حکومت سره به دی اړه خبری وکړی چی له افغانستان څخه د الماني عسکرو د وتلو لپاره یو نیټه وټاکله شی، خو په روان وخت کی له دغه هیواد څخه دبهرنيو ځواکونو دوتلو طرحه يوه نامعقوله بلل کیږی.

خو د پوځي مسايلو تر څنګ به د پاريس په مشورتی غوڼډه کي په دی موضوع باندی هم خبري وشی چي دمنځ پولو طالبانو سره دخبرو کولو عملی امکانات او عملي نتایج څه وی . دڅو مياشتو څخه راپدیخوا هم دامریکی متحده ایالتونه او هم فرانسه اولويه برطانیا وايی چی دغه خبري بايد وشی. آلمان هم اوس ددغي ستراتيزي څخه دپلوی زیګنال ورکړی دی. خو هسی چی با خبره ډيپلوماتان وايی دسیمی ډیر مهم هیوادونه لکه هند ، دچین ولسي جمهوریت او روسیه له دی نظر سره مخالف دي چي دپاڅیدونکو سره دی خبری وشی.

د ولسمشر ي دټاکنو قطعی نتیجي لا تر اوسه ندی څرګند شوی او په دغه ټاکنو کی د دو مهمو نوماندانو، ولسمشر حامد کرځی او دبهرنیو چارو پخواني وزير عبدالله عبدالله دريځونه چي هر يو ځان پخپله دټاکنوګتونکی بولی او يو په بل باندی ددرغليو ډیر سخت تورونه لګوي ، که دغه وضع دوام پیدا کړی نو عواقب به يی د بحران ځپلۍ افغانستان لپاره ډير تر یخ وی.

ضيا فضلی
کتونکی: يحيی وردک