1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په ټاکنو کې د ښځو د ډیر ګډون له پاره هڅې

د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د ولسې جرگې د ښځو چارو کمېسیون او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو له پاره د ښځو د نوم لیکني په بهیر کې د اسانتیا رامنځ ته کولو په موخه د جنسیت يا «جندر» پالیسې جوړه کړې ده.

د افغانستان د راتلونکو ټاکنو له پاره د نوم لیکني په بهیر کې د ښځو لږ ونډي په دې اړه اندیښنې راپارولې دي چې داسي نه شي چي ښځي په دغو ټاکنو کې لږ برخه واخلي. د افغانستان د ولسې جرگې د ښځو د کمېسیون مشري فوزیه کوفي، د دوشنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون او ښځو وزارت له چارواکو سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل: «په وروستیو اوونۍ کې زموږ اندیښنې ډیرې شوې دي ځکه په ټاکنو کې د گډون له پاره د ښځو د نوم لیکنې سلنه ډیره کښته ده.»

افغان میرمنو په تیرو ټاکنو کې کم گډون کړی وو.

افغان میرمنو په تیرو ټاکنو کې کم گډون کړی وو.

په دې پالیسۍ کې پر دې خبره باندي ټینگار شوی دی چې د ټاکنو په اړه ښځو ته د معلوماتو د رسولو په موخه باید کمپاینونه پيل شي ترڅو ښځو ته دا پیغام ورسول شی چې په ټاکنو کې د هغوی ونډه ډیره مهمه ده.

د میرمن کوفي په خبره د «جنسیت د پالیسې» له مخې باید د ټاکنو د کمېسیون لږ تر لږه ۳۰ سلنه کارکوونکي باید ښځې وي. هغې ټینگار وکړ چې ښځو ته په ټاکنو کي د گډون په برخه کې ځیني اسانتاوې هم په پام کې نیول شوي دي.

اوس مهال د افغانستان په لویو ښارونو او ولسوالیو کې په ټاکنو کې د نوم لیکنې بهیر جیریان لري. خو میرمن کوفي ټینگار وکړ چې په دې بهیر کې باید د ښځو له پاره لا ډیر سهولتونه په پام کې ونیول شي. هغې زیاته کړه: «په کلیو کې د ښځو له پاره د رای اچوني کارتونه باید د سیارو تیمونو له خوا ورکړل شي. د دې په خاطر چې ښځي د رای اچووني له مرکزونه څخه په لیرو سیمو کې پراته دي او نه شي کولای چې د رای اچووني مرکزونو ته ولاړي شي نو باید د هغوی له پاره دغه سهولتونه برابر شي.»

د ولسي جرگې د ښځو چارو کمېسیون او د ښځو وزارت چارواکو وړاندیز وکړ چې د ټاکنو په ورځ دې د ښځو له پاره ټاکنیز مرکزونه د هغوی د استوگنې سیمو ته نزدې جوړ شي ترڅو هغوی وشي کولای په اسانۍ سره خپلي رایې وکاروي.

د ښځو له پاره د رای اچوني جلا مرکزونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د لومړي ځل له پاره یې د ښځو د نوم لیکنې جلا مرکزونه جوړ کړي دي. د دغه کمېسیون د دارالانشا رئیس ضیا الحق، په دې کنفرانس کې وویل چې په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو چارو د پر مخ بیولو له پاره په کافي اندازه باسواده ښځې نه شته چې له کبله يې دغه چارې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

د افغانستان په ځینو برخو کې ښځې د دودونو او رواجونو له کبله په ټاکنو کې گډون نه شي کولای.

د افغانستان په ځینو برخو کې ښځې د دودونو او رواجونو له کبله په ټاکنو کې گډون نه شي کولای.

خو هغه بیا هم ادعا وکړه چې د تاکنو کمیسیون پر دې سربیره هم توانیدلی دی چې د نورستان په څیر لیرو پرتو سیمو کې هم د ښځو له پاره سهولتونه رامنځ ته کړي. هغه وویل: «موږ ژمنه کړې ده چې له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلو ترڅو ښځي په ټاکنو کې گډون وکړي. ښځې د افغانستان له ۵۰ سنله څخه ډیر نفوس جوړوي او په ټاکنو کې د هغوی گډون ډیر اهمیت لري.»

ښاغلي ضیاالحق وویل چې له ۶۰ ولسوالیو پرته، د افغانستان په نورو ټولو سیمو کې د ښځو له پاره د نوم لیکني جلا مرکزونه جوړ شوي دي. هغه سیمه ییزو دودونه او بې سوادۍ د نوم لیکنې په بهیر کې د ښځو د لږ ونډي اخیستنې لوی عامل وباله.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو وزارت له ټولو افغانانو څخه غوښتي دي چې په ټاکنو کې د ښځو د لا ډیر گډون له پاره تلاښ وکړي. د دغه وزارت معیني مژگان مصطفوي، په دې اړه وویل: «موږ د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډي د ډیریدو له پاره د خلکو، رسنیو، د ټاکنو کمېسیون او د دولت د درو گونو قواوو د همکارۍ غوښتونکي یو. تیره لسیزه په رښتیا سره چې د افغانو میرمنو له پاره یوه ښه لسیزه وه.»

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون اندیښنه لري چې افغاني میرمنې به د نا امنیو او ټولنیزو دودونو له کبله په ټاکنو کې لږ برخه واخلي.

DW.COM