1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په يونان کي د حکومت جوړولو هڅي دوام لري

د يونان په هيواد کي د پارلماني ټاکنو څخه يوه اونۍ وروسته لا هم حکومت نه دئ جوړ سوی. ولسمشر کارولوس پاپولياس د يکشنبې په ورځ د هيواد د درو سترو گوندونو د مشرانو سره لیده کاته کړي دي چې د حکومت جوړولو په ترڅ کي ورسره خبري وکړي.

د دې څخه يوه ورځ تر مخه د يونان د سوسيالستي گوند مشر اېفانگېلوس وينيڅېلوس په دې کي پاته راغلی وو چي د حکومت له پاره د گوندونو ايتلاف جوړ کړي.

وېيڅېلوس د دريم گوند مشر وو چي په حکومت جوړنه کي پاته راغلی وو. که په يونان کي د حکومت جوړونه ناکامه سي نو به د جون په نيمايي کي له سره ټاکنې کيږي. يونان د يورو د پول واحد غړی هيواد دئ چي د اقتصادي بحران سره مخامخ دئ. که د سپما ضد گوندونه د اټکل سره سم په يونان کي نوي ټاکنې وگټي نو ښايي د يورو زون څخه د دغه هيواد د وتلو سبب وگرځي.