1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په يوحمام کي لږ تر لږه 17 ولسی وګړی ووژل شول

امنيتي چارواکو وويل چي د سپين بولدک په يو حمام کي يوځانمرګي بريد لږ ترلږه 17 کسان وژلي دي. په وژلو شو کسانو کي د پوليسو يو قوماندان هم شامل دي. په دي حمله کی 21 نورټپيان شوي دي. طالبانود حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي

دا په افغانستان کی د یو بل ځانمرګی برید د یوټپی سړی انځور دی

دا په افغانستان کی د یو بل ځانمرګی برید د یوټپی سړی انځور دی

د افغانستان د سرحدي پوليسو قوماندان جنرال عبدالرزاق د فرانس پرس خبري آژآنس ته وويل: «د سيمي په وخت د 12 بجو شا او خوا کی يو ځانمرګي بريد کونکي خپل چادونکی مواد چي ځان پوري تړلي ؤ د سپين بولدک په يو عمومي حمام کي والوزل.»

د فرانس پرس د خبري آژانس د رپوټ له مخي طالب اورپکو د دغي خونړي حملي مسووليت په غاړه اخيستي دي.

دا د تير اکتوبر د مياشتي څخه را په دي خوا کله چي چي په تخار کي په يو جومات کی يوی چاودني د کندوز والي او 19 نور ملکي وګړي ووژل، تر ټولو خونړي حمله ده چي پيښيږي.

د کندهار ولايت وياند زلمي ايوبي نړيوالو رسنيو ته وويل چي د دغه بريد هدف په سپين بولدک کي چي د پاکستان پولي نژدي پرته سيمه ده د پوليسو يو قوماندان ؤ.

د کندهار د ولايت په وينا پاڼه کي راغلي دي: « د سيمي سرحدي قوماندان رمضان او کابو 16 تنه ولس وګړي د دي حملي قربانيان دي. دغه حمله په يو عمومي حمام کي رامنځ ته شوي ده.»

په وينا پاڼه کي زياته شوي چي د پيښي ټپيان په سيمه کي نژدي روغتونو نو ته ليږدول شوي دي. معمولا د جمعي په ورځ ډيري مسلمانان د د جمعي د لمانځنه څخه مخکي حمام ته ځي او د جمعي غسل کوي.

د کندهار والي په خپلي وينا پاڼي کي دغه حمله د يو « غيرانساني عمل» په توګه په کلکه غندلي ده. په وينا پاڼي کي راغلي دي: «دا حمله وحشيانه ده او دا د اسلام او د انسانيت د دښمنانو کار دي.»

د سپين بولدک د پوليسو يو وياند، عبدالرحمن هم د حملي پخلي وکړ او وويل چي يو ځانمرګي بريد کونکي له خوا دا عمل تر سر شوي دي، خو د هغه مړو شمير 13 تنه وښود. د دغه وياند له خولي د رويتر خبري آژانس په لومړي سر کي رپوټ ورکړ. معمولا په داسي حملو کي د مرګ ژوبلو شمير وار په وار زياتيږي.

له دغي حملي څخه يو ورځ مخکي يعني د پنجشنبه په ورځ د کندهار د استخباراتي چارو رييس محمد نعيم مومن د افغانستان له يوي تلويزوني شبکي سره په مرکه کي د طالبانو د نوو حملو خبرداري ورکړ. مومن په دغي مرکي کي وويل: « طالبان د نوو حملو لپاره تياري نيسي، خصوصا د ژمي د مياشتو د پاي رسيدو څخه وروسته هغوي په نوو حملو لاس پوري کوي.»

د نوي 2011 ميلادي کال له پيل سره دا په افغانستان کي د زور زياتيو په دوام کي يوه سخته خونړی حمله وه چي کابو ټول قربانیان يي ولسي وګړي دي.

دا حمله يو ورځ وروسته له هغي رامنځ ته کيږي چي د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزارت اعلان وکړ چي 1400 نوي جنګي سرتيري به افغانستان ته واستوي. ويل شوي دي دغه نوي جنګي سرتيري چي د رواني ميلادي مياشتي په نيمايي کي افغانستان ته خپل رسيدل پيل کوي، ټول په کندهار کي خوندي کيږي

.

له بلي خوا افغان حکومت دوه ورح‎ځي مخکي د طالبانو په شمول د ياغيانو پر ضد د «اميد» په نامه د عملياتو خبره ياده کړه.

آژانسونه/عبدالباری حکیمکتونکی: رحيله اميری