1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په ولسي جرگه کي اهل هنودو ته يوه چوکۍ ځانگړې سوه

افغان ولسمشر حامد کرزي يو تقنيني فرمان توشېح کړی دی چي له مخي د دغه هيواد په ولسي جرگه کي اهل هنود ته يوه چوکۍ بايد ورکړل سي. څه موده مخکي د افغانستان هندوانو او سيکانو په اړه خپل ږغ پورته کړی وو.

Afghan Hindus during a joint press conference with civil society in Kabul, Afghanistan. Am Mikrofon: Drawel Singh. 31.07.2013.Photo: Hossain Sirat_DW

Afghanistan Hindus Zivilgesellschaft

د افغانستان پارلمان د ټاکنو د قانون يوه ماده چي په هغه کي اهل هنود ته يوه چوکۍ په پام کي نيول سوې وه له منځه وړې وه. د پارلمان د استازو دغه کار د اهل هنودو، مدني ټولني او بشري حقونو د ساتونکو له سختو نيوکو سره مخامخ سو.

په افغانستان کي د هندواڼو او سيکانو شورا هغه مهال وويل، په هغه صورت کي چي د افغانستان حکومت د دغه مذهبي اقليت له حقوقو څخه دفاع نه سي کولای، نو دوی به په ډله ييزه توگه له افغانستان څخه ووځي.

خو د افغانستان د جمهوري رياست د مطبوعاتو دفتر د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۴) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي: «په دغه تقنيني فرمان کي د هيواد جمهور رئيس د افغانستان د اساسي قانون د نهه اويايمي ماده په حکم سره د انتخاباتو د قانون په ځينو برخو کي تعديل او په ولسي جرگه کي د اهل هنود او سيکانو له پاره يوه چوکۍ تصويب او توشيح کړه.»

حامد کرزي په دغه فرمان کي د عدليې او په پارلماني چارو کي د دولت وزير موظف کړي دي چي دغه فرمان د ۳۰ ورځو په ترڅ کي ملي شورا ته تقديم کړي.

دغه راز په دغه تقنيني فرمان کي راغلي دي چي په قانون کي وارده تعديلات د توشيح له نېټې څخه نافذ او د وزيرانو شورا له مصوبې سره يو ځای په رسمي جريده کي خپاره سي.

د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ کال په ټاکنو کي د افغانستان اهل هنود او سیکانو استازي لرل خو پارلمان نه په ورتگ بريالي نه سول.

په افغانستان کي مدني نهادونه وايي چي د افغانستان په ولسي جرگه کي ښځو او کوچيانو ته امتياز ورکړل سوی دئ، نو د اهل هنودو له پاره دي هم دغه امتياز په پام کي ونيول سي.

د افغانستان د هندواڼو اوسيکانو د شورا په خبره د دغه مذهب پيروان په دغه هيواد کي د دېرشکلني جگړې په بهير کي ډير ئې له هيواد څخه ووتل. هغوی ويلي دي چي په افغانستان کي د اهل هنودو له ۲۰ زرو کورنيو څخه ئې اوس يوازي ۳۰۰۰ کورنۍ پاته دي.