1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په هند کي بې سوادي او د کمپيوټرانو متخصصين

د ټولي نړۍ خلک د هندوستان د ډاکټرانو انجينرانو او د کمپيوټرانو د متخصصينو ستاينه کوي. خو د هندوستان ډير لږ شمېر وگړي کولای سي، چي په نړيواله کچه ښه تحصيل ته لاسرسی ولري.

د ۲۰۰۹کال د اپريل د مياشتي پر څلرمه نېټه ددغه هیواد په اساسي قانون کي له ۶ کلنۍ څخه تر ۱۴ کلنۍ پوري د کوچنيانو د ښووني او روزني حق ثبت سو.

دغه راز په دغه سند کي پر دې سربيره يادونه سوې ده، چي تر ۱۴کلنۍ پوري د کوچنيانو ښوونه او روزنه په وړيا او اجباري توگه کيږي.

د هندوستان لومړي وزير من موهن سينگ په وارو وار سره ويلي دي، چي هندوستان هغه وخت خپله اقتصادي وده او د نړۍ د يو ځواکمن هيواد په توگه پرمختگ ته دوام ورکولای سي، چي د کوچنيانو ښووني او روزني ته ارزښت ورکړل سي:

«يوازي په هغه صورت کي زموږ کوچنيان، زموږ له پاره په يوې لويي وسيلې بدليدلای سي، چي موږ د دوی راتلونکي جوړ کړو.»

خو پر دې ټولو پلانونو او ښه نيت سربيره په هندوستان کي وضعه بل ډول ده. دولتي څېړنو دا ښوولې ده، چي د هيواد په کچه د فقيرو ايالتونو تقريباً ۴۰ فيصده ښوونکي په منظمه توگه خپله دنده نه ترسره کوي.

اصلي ستونزه دا ده چي د ښوونکو له پاره په کافي اندازه معاش نه ورکول کيږي. د لومړنيو ښوونځيو يو ښوونکی په اوسط ډول په مياشت کي ۱۲زره هندۍ کلداري تنخوا اخلي، چي نژدې ۲۰۰ اويرو کيږي.

خړ انځور

په اکثرو ليرو پرتو سيمو کي لويان او کوچنيان په يوه ټولگۍ کي خپلي زده کړي کوي، چي په ځينو صنفونو کي ئې شمېر له ۵۰ څخه تر ۸۰ تنو پوري رسيږي.

زياتره وخت په دغو ښوونځيو کي ښوونه او روزنه، لکه څرنگه چي لازمه ده نه کيږي او زده کونکي يوازي په کتاب کي ليکل شوی متن زده کوي.

په هندوستان کي لوړي زده کړي د يو چا د ټولنيز موقف ښکارندويي کوي. مور او پلار د خپلو کوچنيانو د روزني له پاره ډير کوښښ کوي، چي خپل ماشومان په شخصي ښوونځيو کي شامل کړي، حتي که ډير کم عايد هم ولري او خپله يي زده کړه هم نه وي کړي.

آيا هندوستان د ښووني او روزني په برخه کي په کافي اندازه پيسې نه مصرفوي.

د هند حکومت په دې ښه پوهيږي، چي خپلو ټولو خلکو ته د ښووني او روزني زمينه برابرول يو ستونزمن کار دئ او په پرلپسې ډول پر دولتي چارواکو نيوکه کيږي، چي دوی ياد سکتور ته په کافي اندازه بودجه په پام کي نه نيسي.

سره له دې چي هندوستان په نړۍ کي د بې سوادانو تر ټولو لوړ رقم لري، خو بيا هم يو شمير پرمختگونه شوي دي، او په تيرو لسو کلونو کښي د هغو کسانو شمېر چي ليکل، لوستل او حساب کولای سي له ۶۵ څخه تر ۷۴ فيصدو ته لوړ سوی دئ.

د نجونو ښوونه او روزنه يو لوی چلينج دئ

په هندوستان کي د هغو ښځو شمير، چي له کوره دباندي کار کوي، ډير لږ دئ. د ښځي او نارينه په منځ کي د تبعيض مسئله د ښوونځي له دورې څخه پيليږي.

په دغه هيواد کي هغه کورنۍ چي ډير کوچنيان ولري، کوښښ کوي چي په لومړي سر کي خپل زوی ښوونځي ته واستوي او په دې توگه نجوني قرباني کيږي.

د هندوستان په څير د اکثرو پلار سالاره ټولنو خلک په دې باور دي، چي يوازي هلکان کولای سي، چي د زړښت پر مهال د مور او پلار خدمت وکړي، ځکه چي لوڼي وديږي او نور ئې نو دې کورنۍ ته گټه نه رسيږي.

په ممبی کي د ښووني او روزني د چارو يو کارپوه ايندو شاهاني وايي:

«که يو هلک ښوونځي ته واستول سي، د دې معنی لري چي پر يوه تن دي سرمايه گذاري وکړه او که يوه نجلي دي باسواده کړه، نو پر يوې کورنۍ او حتی ويلای سو ، چي پر ټول کلي دي پانگه ونه وکړای سي.»

دويچه ويله/ ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل