1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په هندوستان کي څوک د بشري حقونو د تيري څخه پرده نسي پورته کولای

هندوستان په 1,13 مليارده نفوس سره بيانوي ، چي ددنيا تر ټولو لويه دموکراسي لري. خو په داخل کښي يې بيا خبره بل ډول ده...

زورېدلي هندۍ مېرمني

زورېدلي هندۍ مېرمني

صدراعظم من موهن سنګ ددې څخه نه ستړی کيږي ، چي په تکرا سره ووايي، چي ماؤيسټي ياغيان د هندوستان دداخلي امنيت دپاره ډير لوی خطر دی.

د کشمير وضع د هندوستان او پاکستان د استقلال ، يعني 1947 کال راهيسي هيجاني ده.

د هندوستان پر دموکراسۍ باندي په دې اواخرو وختو کښي يوه نوې توره سايه هم لويدلې ده : په 1984 کال کښي د هندوستان صدراعظمه اندراگاندي د خپل سِک باډي گارډ لخوا ووژل سول ، چي په نتيجه کښي يې د بشر د حقوقو دسازمانو د اټکل له مخي تقريبأ 3000 انسانان چي زيادتره يې سکان وه ، ووژل سول.

د گجراد په ايالت کښي د هندواڼو او مسلمانانو تر منځ د تشدد او زور څخه ډکو اعمالو باندي پسله اتو کلو لا هم ملهم ندی ايښوول سوی ، او د پخلايني دپاره ورته کار ندی سوی . د ورځپاڼو ډير ليکونکي هغه ته قتل عام وايي.

ځکه نو د هندي مدافع وکيل او د بشر د حقوقومدافع پراناټ بوشان دپاره د هندوستان هر حکومت په هاګ کښي د بين امللي جزايي محکمې د اصولو سره په ټکر کښي دی.

«که هندوستان دبين امللي جزايي محکمې منشور امضأ کړی وای ، نو د جاناټا د پارټي ډير سياستمداران او د گجراد ايالتي صدراعظم نارندرا مودي به هلته محاکمه سوی وای.

په عين ډول به د کنگرس پر گوند باندي هم خبره تطبيق سوې وای. دوی داسي بيانوي چي د ماؤيسټي ياغيانو پر ضد جنگيږي، خو په حقيقت کښي د هندوستان د اصلي اوسيدونکو پر ضد جنگيږي، او غواړي چي هغوي ورک سي.موږ د ډيره پخوا څخه دا وينو چه زموږ حکمرانان او سياستمداران کوښښ کوي ، چي محکمې او عدالت تر خپل تأثير لاندي راولي . دوی حق په جانبه هم دي ، چي ددې څخه وبيريږي ، چي دبين امللي جزايي محکمې د منشور په امضأ کولو سره دا کار نور ممکن ندی . »

د بين امللي جزايي محکمې په اختيار کښي درې موضوعگاني دي ، چي ددوی د قضايي صلاحيت په چوکاټ کښي دي :دبشريت په مقابل کي جنايت، قتل عام او جنگي جنايت.

لکه څنگه چه په رسمي ډول ويل کيږي ، دغه درې سره جنايي موضوعگاني د هندوستان د جزأ په قانون او حقوقي سيسټم کښي داخلي دي .

پرويز امروز وايي، چي دا ډيره سخته خبره ده ، چي په هندوستان کښي سړی د بشر د حقوقو د تيري څخه پرده پورته کي. پرويز امروز هلته ډير ډله ايز قبرونه پيدا کړي دي، د جنسي تيري او شکنجې څخه يې په وارو وارو رپوټونه ورکړي دي ، او د همدغه خطرناکه کار په خاطر يې ډيري جايزې هم پلاس راوړي دي. دی د هندوستان پر امنيتي قواوو باندي تور لگوي ، چي د ملکي خلگو پر ضدپه ډيري بيرحمۍ سره عمل کوي ، او اکثرأ يې دغه اعمال هم بې جزأ پاتيږي.

خبره داده چي دوئ د خپل استقلاليت ددلاسه ورکول څخه بيريږي، او خبره پر دې ده چي دوئ په بين امللي عامه ذهنيت کښي خپل اعتبار د لاسه ور نکي.

په همدې خاطر اکثره آسيايي هيوادونه غواړي د بين امللي جزايي محکمې منشور امضأ کي. خو دغه نه امضأ کول بې تأثيره هم نه پاتيږي. د هاګ د اتو قاضيانو د جملې څخه يوازي دوه يې آسيايي دي.

Esselborn Priya/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل