1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په هندوستان کي له نوکرو نجونو سره ناوړه چلند

په هندوستان کې په کورونو کې له نوکرو نجونو سره ډیر وخت د مدرنو کنیزو په شان چلند کیږي. تر اوسه پوري خلک د هغوی له ستونزو څخه نه خبریدل خو اوس د بشري حقونو سازمانونه غواړي چې د خلکو پام دې موضوع ته واړوي.

د تیر کال په اپریل میاشت کې یوه ډیره خواشینوونکې پېښه د هندوستان په رسنیو کې توده شوه. د دې هیواد په «جارکند ایالت» کې یوه ۱۳کلنه نجلۍ په يوه کور کي بندۍ وه او وژغورل شوه.

دغه نجلۍ په دې کور کې د شپږو ورځو له پاره بندۍ وه. هغې په دغه دوران کې هیڅ هم نه وو خوړلي او بالاخره د لوږي له درده د کور بالکن ته ووتله او له خلکو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دغي نجلۍ له یوې کورنۍ سره د نوکري په توګه کار کاوه. د دې کورنۍ غړي د تفریح له پاره تایلند ته تللي ول او دغه نجلۍ یې په کور کې بندۍ کړې وه. د ژوغورل شوي نوکري نجلۍ ټول ځان د لوږي له کبله شین شوی وو.

د افتصادي ودې تیاره اړخونه

د «شکتي واهیني» په نوم سازمان مشر راوي کانت، تر۱۹۹۰ کال وروسته د هندوستان چټکه افتصادي وده د دغه هیواد د ستونزو اصلي لامل بولي. د ښاغلي کانت سازمان په دهلي کې له ماشومانو سره مرسته کوي. هغه وایي: «په هندوستان کې د متوسطي طبقې د ژوند کچه ورځ تر بلې لوړیږي. هغوی په وروستیو وختونو کې یو څه بډایه شوي دي. له همدې کبله هغوی فکر کوي چې کولای شي په پیسو هر څه رانیسي او له خپلو نوکرانو سره هر ډول چې يې زړه وي هغه شان رویه وکړي.»

د راوي کانت په خبره د دې له کبله چې د هندوستان په لویو ښارونو، لکه دهلي، ممبی او یا هم کلکته کې ډیري ښځي په دفترونو کې کار کوي نو په دغو ښارونو کې د نوکرانو له پاره غوښتنه هم ډيره ده. هغه زیاتوي: «هغه وخت چې یوه نجلۍ او یا ښځه له بوټو او یا هم کالو سره اليشه شي، له هغې سره هر څه کیدای شي. هغوی کله نا کله په برده ګانو بدلیږي، جبري ودونو او یا بدلمنۍ ته مجبوریږي.»

له نوکرو نجونو څخه ډيره سواستفاده کيږي

له نوکرو نجونو څخه ډيره سواستفاده کيږي

ستره ستونزه

په هندوستان کې له ډیرو نوکرانو سره بد چلند کیږي. په دې اړه لا تر اوسه پورې دقیقي شمېرې په لاس کې نه شته چې و ښيي څومره نجونۍ په کورونو کې په زوره کار کولو ته مجبوریږي. د هندوستان حکومت وایي چې په۲۰۱۱ کال کې یې نزدې۱۲۵۰۰۰ ماشومان له اجباري کارونو څخه ژغورلي دي. په دغه شمیر کې د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۲۷ سلنه لوړوالی راغلی دی.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څار په سازمان کې د هندوستان د چارو کارپوهه نیشا وارییا، وایي چې له ډیر وخت راهیسې د «انسانانو د سوداګرۍ» پر موضوع باندې کار کوي: «په هندوستان کې ښځو تل د زده کړي کم چانسونه لرلي دي.»

دا نو د دې معنی لري چې هغوی د یوه ښه کار د پیدا کولو ډیر کم چانس لري چې له لاري یې خپل افتصادي وضیعت یو څه ښه کړي. نیشا وارییا زیاتوي: «د دغو ښځو ټولنیز موقعیت هغوی دې ته مجبوروي چې داسې کارونه وکړي چې عاید يې ډیر کم وي او هیڅ مصؤنیت و نه لري. د بېلګې په توګه هغوی په کورونو کې د نوکرانو په توګه کار کوي.»

مافیا ته ورته جوړښت

تر دې مخکې له هندوستان څخه ناداره او کم سواده نجوني د برده ګانو په توګه منځني ختیځ او عربي نړۍ ته وړل کیدې. اوس د نجونو او ماشومانو دلالان هغوی د هندوستان ډیر نفوس لرونکو ښارونو ته بيايي. دغه نجونې په دې ښارونو کې د نوکرانو، لویو فابریکو د کارکوونکو او یا واټ جوړونکو په توګه کار کوي.

د Action Aid په نوم د بشري حقونو سازمان په حواله یوازي په نوي دهلي کې د نجونو د دلالۍ ۲۳۰۰۰ نهادونه موجود دي چې په دې کې تر۲۰ سلنه کم د دولت له خوا ثبت شوي دي. د نیشا وارییا په حواله کله نا کله د نجونو خپلوان، ګاونډيان یا کليوال هغوی د ښه کار په پلمه لویو ښارونو ته بيايي او هلته یې دلالانو ته سپاري. میرمن وارییا وایي چې نجونې بیا د هغه لکې له کبله چې د دوی پر لمن لوېدلې وي، نه شي کولای چې بیرته خپلو کليو ته ولاړي شي.

د عدالت غوښتنه

د هندوستان حکومت په ۲۰۱۱ کال کې د پولیسو په ادارو کې د «انسانانو د سوداګرۍ» د مخنیوي له پاره ځانگړي څانگي جوړي کړي دي. تر اوسه پورې دغه ډول ۲۲۵ څانگي جوړي شوي دي او په پلان کې ده چې په روان کال کې۱۱۰ نوري څانگي هم جوړي شي.

د دغو ادارو دنده د معلوماتو راټول او بیا د تورنو کسانو د نومونو ثبتول دي. پر دې سربیره باید دغه ادارې د لادرکه شوو ماشومانو او نجونو په هکله معلومات راټول کړي. که څه هم د هندوستان په ځینو ایالتونو کې د «انسانانو د سوداګرۍ» د مخنیوي له پاره قوانین جوړ شوي دي خو تر اوسه پورې په هندوستان کې په دې اړه یو واحد قانون نه شته.