1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په هلمند کې ۱۲پولیس وژل شوي

طالبانو د سه شنبې په ورځ په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې په داسي ولسو برید کړی چې غږ یې ډېر ټیټ وو، او ۱۲ کسان یې وژلي. ولایتي چارواکو بیا د یوه «دوست دښمن» برید خبره کړې.

د هلمند ولایت یوه چارواکي ویلي دي چې دا کیدای شي چې د یوه «دوست دښمن برید» پیښه وي ځکه د پوستې یو ساتونکی هم اوس ورک دی.

هغه وویل: «اوس څېړنه روانه ده چې روښانه کړي چې ایا د امنیتي ځواکونو له ډلې څخه کوم یو یې له طالبانو سره یو ځای شوی او هغوی ته یې د دې برید لاره اواره کړې، او که نه.»

برید د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه، کې شوی او په دې ولایت کې د افغان امنیتي ځواکو پر وړاندي ګواښونه په ګوته کوي.

وژل شوي پولیس د هلمند ولایت له خانشین ولسوالۍ څخه دغه ځای ته لیږدول شوی ول. افغان ځواکونو تیر کال دغه ولسوالي پرې ايښې وه.

د هلمند ولایت د پولیسو مرستیال حاجي ګولی، خبریالانو ته وویل: «طالبانو د پوستې یو ساتونکی د بې غږه وسلو په واسطه ویشتلی او بیا پوستې ته ننوتې دي. وروسته بیا هغوی وسلې اخیستې او له سیمې تښتیدلي دي.»

په یوه بله پېښه کې بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې د هلند ولایت په مارجه ولسوالۍ کې ۱۲ پولیس تر یوې ۱۲ ساعته وسله والي نښتې وروسته وژل شوي دي.

طالبان اوس د هلمند ولایت ډیري سیمي په خپل کنترول کې لري. تر دې مخکې دغي ډلي آن د ولایت مرکز لښکرګاه ته هم ګواښونه رامنځ ته کړي ول.