1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په هلمند کې بيابمبارۍ سوې اوبياپکښي ملکي وگړي وژل سوي

په کابل کې د ائتلافي ځواکونو لخوا په يوې خپرې سوي اعلامې کې ويل سوي چې د پنجشنبې په ماښام د وسلوالو طالبانو پر يوې غونډي يې بمبارکړی چې په هغه کې يې دوه طالب قومندانان په نښه کړي دي

د باغران پر ولسوالۍ باندي تيره شپه بمبار سوی

د باغران پر ولسوالۍ باندي تيره شپه بمبار سوی

اعلاميې زياته کړي چې تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه معلومات نلري
د هلمند ولايت امنیه قومندان نن خبري رسنيو ته ويلي چې ددې ولايت د باغران ولسوالۍ باندي تيره شپه بمبار سوی خو د تلفاتو په اړه دقيق معلومات نلري.
د آلمان د dpa د خبري آژانس د خبر له مخي د لښکرگاه و ملکي روغتون ته شاوخوا شل تنه ټپيان راوړل
سوي او ويل کيږي چې يو شمير نور ټپيان گاونډي ولايت کندهارته وړل سوي دي.
په روغتون کې ټپيانو ويلي چې د امريکايي ځواکونو په دې بمباريو کې شاوخوا 150 تنه شکمن طالبان وژل سوي .
نا تائيد سوي راپورنه د غه رازوايې چې بمبارۍ په داسي وخت کې سوي چې طالبانو اووه تنه د جاسوسۍ