1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په هلمند ولايت کي بيا ښځي او کوچنيان وژل سوي.

د امريکې د متحده ايالتونو تر قومندې لاندي د ايتلافي ځواکونو لخوا په هلمند ولايت کي په اشتباهي توګه دوه کوچنيان او يوه مېرمن وژل سوې ده.

د ايتلافي ځواکونو په وينا په يوه کورکي د يو شمېر طالبانو تر پټېدو وروسته يي هغه کور په بمونو الوزولی.

د ايتلافي ځواکونو په وينا په يوه کورکي د يو شمېر طالبانو تر پټېدو وروسته يي هغه کور په بمونو الوزولی.

د ايتلافي ځواکونو په يوه اعلاميه کي نن ويل سوي چي يوه ورځ مخکي د دوی د پوځي عملياتو په ترځ کي پنځلس تنه تندلاري شکمن طالبان وژل سوي.

په خبر کي ويل سوي چي ډير شمېر مقاومت کونکي په يوه کور کي کلابند سوي وه، چي ايتلافي ځواکونو پر کور باندي د لاسي بمونو بريد کړی د کور خونه رانړېدلې او تر کنډوالو لاندي دوه ماشومان او يوه مېرمن هم موندل سوې.

پېښه د هلمند ولايت د ګرمسېر په سيمه کي رامنځته سوې.