1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په هسپانیه کي کاتولیکان د خپلواکۍ له پاره مبارزه کوي

په برسلونا کي څه د پاسه یو میلیون انسانان سړکونو ته راوتلي وه تر څو د یوه کاتولیکي ښار د خپلواکۍ له پاره مظاهرې وکړي. دغو مظاهرو ته د ANC په نامه د کاتولیکانو د ملي شورا له خوا چي په مارچ کي ئې اساس اېښوول سوی دئ، بلنه ورکول سوې وه. همدارنګه له دغو مظاهرو څخه سیمه يیز حکومت هم ملاتړ کوي. دوی غواړي په دې ډول د مادرید پر حکومت باندي فشار راولي.