1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په هرو پنځلسوثانيوکې يوماشوم مړکيږي

د اټکلونوله مخې په مخ پرودې هيوادونوکې د هرکال ١٢٠ ميليونه نوي زيږيدلي ماشومانو نيمايي برخه په هغوکورنيوکې زيږول کيږي، په کوموکې چې حتی د حفظ الصحې عادي وسايل نشته. د اسهال د ټولو ناروغيوتقريباً ٪٩٠ د څښلو د ناپاکواوبو او د حفظ الصحې د نشتوالي له کبله مينځته راځي.

default

د اسهال ناروغي د هغوماشومانو د مړينې اصلي سبب دی، کوم چې ترپنځوکلونولږعمرلري. هره ورځ په نړۍ کې څه باندې ۴٠٠٠ تنه ماشومان لدې کبله خپل ژوندله لاسه ورکوي. سربيره پردې د اسهال د ناروغۍ بيابيا تکراريدل د دايمي سؤتغذي سبب او لاخرابيدودليل کيږي.

ساري ناروغۍ لکه د سږي التهاب هم د حفظ الصحې په خرابوشرايطوکې لاژرخپريږي. لدې کبله هرکال په نړۍ کې ٢ ميليونه نورماشومان مړه کيږي. د اوبو او حفظ الصحې خطرناک حالت د دې مخه هم نيسي چې ماشومان ځان له بيوزلۍ نه وژغورلای شي. پدې توگه په مخ پرودې هيوادونوکې گڼ شميرنجوني بايدهره ورځ د يوه سطل يا يوه منگي اوبو د لاس ته وروړلو لپاره په ساعتونوساعتونو د پښومزل وکړي.
د يونيسف د آلمان د څانگې رئيس ديتريش » گارليکس « وايي: » ماشومان د ناپاکواوبوله کبله ډيرسخت زيانمن کيږي. په هروپنځلسوثانيوکې يو ماشوم د څښلو د پاکواوبو او د حفظ الصحې د ډيروعادي وسايلو د نشتوالي له کبله مړکيږي. «

یوميليارد ماشومان د حفظ الصحې له وسايلومحروم دي
د يونيسف د نويوشميرونوله مخې د مخ پرودې هيوادونومجموعاً ۴٢٥ ميليونه ماشومان د څښلوپاکې اوبه نلري. تقريباً يوميليارد نجوني اوهلکان د حفظ الصحې له وسايلوپرته اوياهم په غيرصحي شرايطوکې ژوند کوي، کوم چې د هغوۍ روغتياله لوی خطرسره مخامخ کوي.