1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

په هرات کي د ښځو د لاسي صنايعو دپاره مارکېټ جوړ سوی

دا مارکيټ په څلورو پوړو کي په عصري ډول د پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په د ايټاليا هيواد د ولايتي بيا رغوني ډلي په مالې مرسته د يو کال په اوږو کي جوړ او ګټي اخستني ته وسپارل سو.

په ياد مارکيټ کي د مېرمنو لپاره د مختلفو سالمو مصرفيتو نو امکانات برابر سوي.

په ياد مارکيټ کي د مېرمنو لپاره د مختلفو سالمو مصرفيتو نو امکانات برابر سوي.

په ياد مارکيټ کي د مېرمنو لپاره د مختلفو سالمو مصرفيتونو امکانات برابر سوي. د هرات د ښځو د چارو ريسه مېرمن منيژه صادق دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل، په دغه مارکټ کي يي د هرات ښار پر کسبه ګرو مېرمنو سربيره د هيواد په کچه ګڼ شمير مېرمنو ته د بوختيا زمينه برابره کړې ده.

« د هرات په بيلابيلو ولسواليو کي د مېرمنو لاسي صنايعو ته مو غرفي ورکړي. پر دې سربيره په ۵ غرفو کي د کابل څخه راغلې خويندي خپل لاسي صنايع پلوري.»

د مارکيټ ودانۍ د هرات ښار په ګڼ مېشته سيمه، مستوفيت څلورلاري ته نږدې ودانه سوې ، چي په جوړيدو يې مېرمنو خوښي ښودله.

د ښځو و لاسي صنايعو ته بازار پيدا کول د هغوی ډيري اقتصادي ستونزي حلوي.

د ښځو و لاسي صنايعو ته بازار پيدا کول د هغوی ډيري اقتصادي ستونزي حلوي.

تيرمهال دلته د مېرمنو لپاره د لاسي صنايعو د پيرودلو ځانګړۍ ځای موجود نه وه. خو تردي وروسته نه يوازي دا چي د سوداګرۍ لپاره مناسب ځای ورته چمتو سو، بلکي اوس کولا سي په ارامه فضا کي پيرل او پلورل وکړي.

په هرات کي د مېرمنو د ملاتړ د ټولنۍ يوې مشري ثريا پاکزاد وويل د سيمي ګڼي مېرمني يي کسبه ګري دي. خو د لاسي صنايعو لپاره د مناسب ځای نه شتون يوه له ورځنيو ستونزو څخه وه. تر دي وروسته به يي لاسي صنايع د مارکيټ په لرلو سره ښه پرمختګ وکړي.

د هرات د ښځينه وو په دغه مارکټ کي په لومړي او دوهم پوړ کي ۳۶ دوکانونه، دريم پوړ يې سپورت ته ځانګړی سوی او په ۴ پوړ کي به دايمي نندارتون جوړيږي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM