1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

په هرات کي د ړندو دپاره مکتب جوړ سوی

دغه مکتب چي ودانۍ يې په هرات کي ميشت د ايټاليا ولايتي بيارغوني ټیم جوړکړې اوس مهال د لومړۍ څخه تر شپږم ټولګۍ پوري زده کونکي لري.

په کابل کي د ړندو يو ښوونځی

په کابل کي د ړندو يو ښوونځی

د روشندلانو مکتب چي ودانۍ يي د هرات ښا ر شمال څنډه لرغوني مېنه عبدالله انصاري مقبري ته نږدي جوړه سوې مالي لښت يي١٠٠زره امريکايي ډالره سوی.

په يو پوړکي ٨ درسي ۴ اداري خوني اونورټول هغه امکانات په عصري اواساسي ډول ورته جوړسوي چي د زده کونکوپه ځانګړي ډول نابينايانوته سهولت کيدای سي.

د غه ښوونځي چي تشکيل يې په دې وروستيو کي جوړسوی دا مهال ٢٠ تنه نابينا زده کونکي لري.

د دې ښونځی ټول زده کونکو چي دويچه ويله المان ږغ راډيو سره خبري وکړې خوښ ول. هغوی ويل په کمه موده کي وتوانيدل چي د بريل خت ليکل او لوستل زده کړي ۱۳ کلنه ثريا چي په ستر ګو نابینا ده وايي:

«٣مياشتوکي مي ليک اولوست زده کړل ښونځي کي ستونزه نه لرم خو د يوه ټيپ نشتوالی مي ستونزه ده چي په اوريد و يې قران شريف زده کړم.ارزولرم چي په اينده کي يوه ښونکې سم»

احمد طاهرفروتن د روشندلانو د ښونځي مديروايي:« د درس سيستم يې بريل دی، چي د لرګي پر تخته د ميخونو په ټومبلو پيليږي له څو مرحلو وروسته زده کونکي په کاغذ د ليک اولوست وړتيا مومي»

د روشندلانو د ټولني د مشرتابه وينا ده چي په هرات کي د ر وشندلانو يا په بل عبارت د ړندو کسانو شمېر نږدي٢٠٠ تنو ته رسيږي.

په هرات کي د ړندو دپاره پرته له دغه ښونځي نورو بيلابيلو برخو کي د حرفوي زده کړو پروګرامونه ورته پيل سوي دي.چي ٣ بيلابيلي ر سمي ټولني لري.

دغه مرکزونه د هرات په ګڼو ولسواليو کي فعال دي چي لوی مرکزونه يې په هرات ښار، انجيل، ګذره او شنډنډ ولسواليوکي فعاليت کوي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل