1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

په نړۍ کی څه باندی سل ميليونه ماشومان ښوونځی ته نشی تللی

په افغانستان کی د دري ويشت کلنو کورنيوجگړو د ترټولولويوزيانونوپه ډله کی يو زيان، دښوونې او روزنې دسيستم څه ناڅه بشپړورانيدل ؤ. د وخت حاکموحکومتونواوسيمه ايزوواکمنوجهادی گوندونو، ددې پرځای چی افغانی ماشومانوته د زده کړې امکانات برابرکړی، له هغوۍ څخه ئي د خپلوشوموهدفونو لپاره گټه اخيسته او د جگړې ډگرته ئي ليږل.

default

په هغوسيموکي چي جهادی گوندونوواک درلود، اکثراً د عمومی زده کړو پر ښوونځيو، نه يوازی د کافرانو د روزنځی نوم کيښودل شو، بلکه نوموړی ښوونځی په کنډوالوبدل شول، په ځانگړی ډول بيا د نجونوښوونځی.