1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په نړۍ کي د لوږي سره د مخامخ انسانانو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي

په 2008 عيسوي کال کښي لا د لوږي سره د مخامخ انسانانو شمېر تر يو مليارد لږ و، خو ددغه کال تر پايه پوري به هغه يو نيم مليارډ ته ورسيږي، او د خبري آژانسو نو د راپورونو له مخه، دغه شمېر د جون په مياشت کي تر يو مليارډ واوښتۍ.

«که موږ د يوه طرفه يو مليارډ داسي انسانان لرو ، چه وږي دي ،ځکه چه غريبان دي ،او نسي کولای زراعتي مواد رانيسي ، خو د بله طرفه بيا يو مليارد انسانان لرو چه د ډير خورک د لاسه تر سرحده پوري چاغ سوي»

«که موږ د يوه طرفه يو مليارډ داسي انسانان لرو ، چه وږي دي ،ځکه چه غريبان دي ،او نسي کولای زراعتي مواد رانيسي ، خو د بله طرفه بيا يو مليارد انسانان لرو چه د ډير خورک د لاسه تر سرحده پوري چاغ سوي»

داچه په ځينو هيوادو کي يو څه ښه والی راغلی دی ، بيا هم هغه د نفوسو د زياتوالي سره ځان نسي برابرولی . خو لکه څنګه چه د زراعت د آيندې په باب د مؤسسې څخه بينيډيک هېرلاين وايي،په مځکه کښي په پوره اندازه غذايي موادو موجوددي چه هر انسان ته هره ورځ صحي خواړه ورسيږي . ده چه د2008 عيسوي کال په جهاني زراعتي رپوټ کښي هم کار کړی ؤ ،وايي ،

« دا پوښتنه چه آيا موږ کولای سو ،نړۍ تغذيه کو ،اصلأ معنی نلري . موږ همدا اوس تر خپلي اندازې ډير توليدو . موږ تر هغه ډير توليدوو،کوم چه د اوسني نفوس ورته ضرورت دي.»

د کلو او زراعت تقويه د ډير وخت دپاره بې موډه سوې وه ،او پرمختګ دې ته ويل کيدل ،چه يو هيواد صنعتي سي ، صادرات ولري او ښارونه جوړ سي . د همدغه ډول انکشاف په نيجه کښي نن ورځ د مځکي د کرې نيمايي انسانان په ښارو کښي ژوند کوي . خو اوس دا خبره چه موږ چه څه خورو ، هغه په ښارو کښي نه راشنه کيږي ،بيرته غالبيږي . دغه خبره پر نړيوالو پرمختيايي کومکو باندي هم اثر کوي ،او اوس بين امللي سازمانونه هم خپل کومکونه د هغه سره سم عياروي.

په همدې خاطر جهاني بانک او بين امللي وجهي صندوق IWF- خپلي قرضې بيرته کليوالي سيمواو د زراعت تقويې ته اختصاصوي . جنيسا چه هم د2008 عيسوي کال د جهاني زراعت د رپوټ په جوړولو کښي يې کار کړی دی ،وايي چه اوس ددې خبري ضرورت تر پخوا ډير سوی دی . دا اضافه کوي.

«که موږ د يوه طرفه يو مليارډ داسي انسانان لرو ، چه وږي دي ،ځکه چه غريبان دي ،او نسي کولای زراعتي مواد رانيسي ، خو د بله طرفه بيا يو مليارد انسانان لرو چه د ډير خورک د لاسه تر سرحده پوري چاغ سوي دي ، نو بيا يو شی خراب دی. دا په دې معنی چه ټول زراعتي سيسټم د کنټروله وتلی ،او توازن يې له منځه تللی دی ،او موږ نسو کولای چه په آينده کښي په انساني او سوله ايز ډول خواړه پلاس راوړو.موږ مجبوره يو دغه ټول سيسټم ته تغير ورکو . دې خبري ته اوس په زياتيدونکي ډول سره ټول مصرف کونکي او سياستمدار هم متوجه سوي دي».

داچه په زراعتي مځکو کښي دي د مصنوعي کوډ اوانبار څخه استفاده وسي ، تر څو زراعتي محصولات په آسانۍ سره دوه چنده سي ، د حل يوه ښه لار نده . همدااوس نړيوال جهاني زراعت د اقليم او هوا ګرمولو دپاره خطر رامنځته کړي دي . او نه يوازي په دې خاطر چه ځنګلونه وهل کيږي ،تر څو د زراعت او مالدارۍ دپاره ځای پيدا سي ، بلکه ددې په خاطر هم چه صنعتي زراعت ډير کاربن ډای اکسايډ توليدوي، او اټومسفير ته يې ليږي .

د ملګرو ملتو د چاپير يال ساتني د پروګرام UNEP رييس آخيم سټاينر هم پدې عقيده دی ،چه همدااوس په دنيا کښي تر هغه ډير زراعتي مواد سته ، چه موږ ورته ضرورت لرو ، بيله دې چه حتي يو بل جريب اضافه مځکه هم ولرو . موږ بايد يوازي د طبيعي ذخايرو سره په بل ډول معامله وکو.

Jeppesen, Helle/ محمد قاسم نوري

کتونکی. زيارمل