1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په نړۍ کي د سون موادو ستونزه

هر کال په ټوله نړۍ کې تر څلورو میلياردو ټنو ډېر نفت مصرفیږي. که څه هم اوس له بدیلي انرژۍ څخه کار اخیستنه مخ پر ډیریدو ده، خو بیا هم د نفتو د مصرف کچه نه ده راکښته شوې، بلکي نوره هم لوړه شوې ده.

ARCHIV - Ein Arbeiter kontrolliert am 02.04.2002 im Hamburger Hafen die Etiketten auf den Ölfässern. Der US-Ölpreis ist nach dem Rekordsprung vom Vortag auf 100 US-Dollar je Barrel wieder leicht gesunken. Ein Barrel der Sorte West Texas Intermediate kostete am Donnerstagmorgen (03.01.2008) 99,46 Dollar und damit 16 Cent weniger als zum gestrigen Handelsschluss. Besonders der schwache Dollar, Sorgen um die Lagerbestände sowie politische Turbulenzen hatten den Ölpreis zwischenzeitlich genau auf 100 Dollar getrieben. Bereits im vergangenen Jahr hatte sich Öl um mehr als die Hälfte verteuert. Foto: Kay Nietfeld +++(c) dpa - Bildfunk+++

Symbolbild - Ölpreis

سعودي عربستان، وينزویلا او کانادا هغه هيوادونه دي چي تر ټولو ډیري نفتي زېرمي لري. تر دغو هیوادونو وروسته ایران راځي چي ۲۱ میلیاده ټنه نفت په لرلوي.

که څه هم په نړۍ کې د نقتو زيرمي محدودي دي، خو بیا هم لوېدیځ هیوادونه داسي ښيي چې هغوی د یو شمیر هیوادونو له نفتي زېرمو څخه صرف نظر کولای شي. لکه اوس چي يې له ايران څخه صرف نظر کړی دی.

تیرکال د امریکا متحده ایالاتو، اروپايي ټولني او یو شمیر نورو هیوادونو د ایران پر ضد تحرمونه وضع کړل. دغه هیوادونه پر ایران باندي تور لګوي چې د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي، خو ایران دا خبره نه مني او وایي چې اتومي پروګرام یې یوازي سوله ییز هدفونه لری. اوس نو د نوو تحریمونو له مخي د ایران پر نفتو او ګازو باندي سخت بندیزونه لگول شوي دي.

د ایران پر نفتو باندي د بندیزونو په لگېدو سره اوس په نړیوالو بازارونو کې یو ډول ګډوډي لیدل کیږي. که څه هم چي نفتي موادو ته د پخوا په پرتله تقاضا ډیره شوې ده، خو دا چې د ایران پر نفتو باندې بندیزونه لگول شوي دي، د هغوی عرضه راکمه شوې ده.

دغه وضعیت د دې سبب شوی دی چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیه د پخوا په پرتله لوړه شي، او په پایله کې یې د هیوادونو په بودجو کې یو لړ خلاوي رامنځ ته شي.

د بیلګې په توګه که د نفتو د یوه ۱۵۹ ليتره بیرل بيه، لس ډالره لوړه شي، نو د آلمان اقتصادي رشد به له ۰،۲ څخه تر ۰،۳ پوري راکښته شي.

د نړیوالې سوداګرۍ سازمان مشاور او د نفتو کارپوه ممدوح سلامت، وایي: «د نفتو په نړیوال مارکیټ کې د تولید کوونکو ډیر سخت کمښت موجود دی. که له دې بازار څخه یوازې یو تولید کوونکی هم وایستل شي، قیمتونه لوړیږي. اوس مهال ایران هره ورځ د نفتو نړیوال بازار ته یونیم ميليون بېرله نفت واردوي. که ایران دې بازار ته خپل نفت صادر نه کړي، نو په نړیوالو بازارونو کې به د نفتو د هر بیرل بیه له ۲۵ څخه تر ۳۰ ډالرو پورې لوړه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو له کبله اوس په نړۍ کې د هغو هیوادونو شمیر نور هم راکښته شوی دی چې له ایران څخه نفت رانیسي.

د فدرالي ادارې د خامو موادو او جیولوژیکي علومو کارپوه هانس ګیورګ، پر آلمان باندې د دغه شان فشارونو په اړه وایي: «داچي آلمان له ایران څخه د خپل ضرورت یوازي یوه سلنه نفت راواردول، د دغو فشارونو تر اغیزې لاندي نه دی راغلی. اوس آلمان دغه یو سلنه نفت له روسیې او ناروې څخه راوردوي.»

په ټوله اروپا کې اوس د ایران د نفتو د نه واردولو کمښت له لیبیا څخه د ۴،۱ ميليون بیرلو نفتو په راواردولو سره پوره کیږي. اوس سعودي عربستان د بل هر هیواد په پرتله ډیر نفت صادروي. دغه هیواد هره ورځ ۱،۹ ميليونه بیرله نفت نړیوالو بازارونو ته صادروي. عربستان د ۳۶ میلیاردو ټنو نفتو په لرلو سره په نړۍ کې د نفتو تر ټولو ستري زیرمي لري.