1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په نړۍ کي تقريباً يو ملياد انسانان د لوږي سره مخامخ دي

مرستندويه سازمانونه په هغو هيوادونو کښي ډيری خلک يې د لوږي سره مخامخ دي د لوږي د بحران خبر ورکوي. په نړيواله کچه په ۲۰۱۰ کال کي د وږو انسانو شمېر ۱۰۰ ميلونه نور اضافه سوې.

يوه وږې مور د خپلو ماشومانو سره

يوه وږې مور د خپلو ماشومانو سره

د نړۍ په ډيرو وروسته پاته هيوادو کښي د سؤتغذي له کبله په هرو ۶ ثانيو کښي يو کوچنی خپل ژوند د لاسه ورکوي. په صنعتي هيوادو کښي بيا برعکس انسانان د ډيرو خوړو د لاسه ورځ په ورځ پنډيږي.

په ټول جهان کښي۳۰ هيوادونه د سخت غذايي موادو د قلت سره مخامخ دي، چي اکثره يې په افريقا کښي دي. په اروپا او د امريکا په متحده ايالاتو کښي دولتونه په دونه اندازه زراعتي محصولات سبسايډي کوي، چي د اوسيدونکو تر ضرورت يې ډير اضافه کيږي.

دوی بيا وروسته هغه په آرزانه بيه سره وروسته پاته هيوادوته صادروي، او ددوی بازارونه ورخرابوي.

په هغو هيوادو کښي چي خلګ يې د لوږي او سؤ تغذي د لاسه مري، د عربي هيوادو يا چين سرمايه داران په زرهاوو هکټاره حاصل خيزه مځکي رانيسي، تر څو په هغو کښي غله جات وکري، او بيا يې خپلو هيوادو ته صادر کړي.

يوه سرچپه دنيا او يو سرچپه سياست. څشی چي يو ډير لري، بل يې بيخي لږ لري. دا د زراعتي محصولاتو او غذايي موادو سره د هغه برخورد نتيجه ده، چي د يوې برخي لخوا ورته د صنعتي کيدو د يوې مهمي برخي په سترګه کتل کيږي، او د بلي خوا دپاره بيا د پيړيو پيړيو راهيسي يوازي د ژوندي پاته کيدو په حيث ورڅخه استفاده کيږي.

يعني دا چي غذايي مواد او محصولات زيادتره د صنعتي کيدو د مقرراتو پر بنأ توليديږي.

په لاګوس، قاهره يا الجزاير کښي هم د غذايي موادو ګراني احساسيږي. د غذايي موادو په جهاني بازارو کښي لږ ګراني هم بايد بلاخره د هغه مصرف کونکي ورکړي، د نړۍ ډير غريبان او بې وزلي هم چي د رانيولو دپاره ډير څه نلري.

دغه مشکل نور هم غټيږي، ځکه چي د دنيا نفوس ورځ په ورځ ډيريږي. په ۲۰۵۰ کال کښي به د اوس تقريباً ۷ مليارډه انسانانو په مقايسه ، هغه ۹ مليارډو ته ورسيږي.

دا پدې معني چي په راتلونکو کلو کښي به هم د زراعتي محصولاتو ترعرضې تقاضأ ډيره وي. همدا نن هم په ټوله نړۍ کښي تقريباً يو مليارډ انسانان د لوږي سره مخامخ دي.

دا پخپله سياسي چاوديدونکي مواد دي: په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلو کښي په جنوبي امريکا ، افريقا او آسيا کښي په زرهاوو خلګ وږي سړکانو ته راووتل، او په مظاهرو يې لاس پوري کړی.

په نتيجه کښي په۳۰ هيوادو کښي د نښتو او اخوډبو له کبله په لس هاوو انسانانو خپل ژوند د لاسه ورکړی.

خو سياست هغه ته کتل او څه يې نسوای کولای. ځکه نو بايد د غذايي موادو سره د چلند په باب يو نوی فکر وسي ، او يو نوی بين امللي نظم رامنځته سي. زراعتي محصولات بايد پخپله په سيمه کښي توليد او ورباندي کار وسي.

شيفر اوتا/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل