1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په ننګرهار کې په لسګونو انسانان وژل شوي دي

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو اړوندو سيمو کې د ايساف په هوايي او ځمکنو بيلا بيلو عمليات کې په لسکونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په اړه يې بيلا بيل خبرونه اوريدل کيږي.

وژل شوي طالبان دي که ملکي وګړي؟

وژل شوي طالبان دي که ملکي وګړي؟

ايساف ځواکونه وايي چې دغلته يې تر کابو څلويښت تنه وسله وال طالبان وژلي خو د سيمې خلک په کې د لسګونه ولسې وګړو مرګ ژوبلې خبرې کوي .په خيتځ کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتې دفتر وايي چې تيره شپه يې د ننګرهار ولايت په شيرزادو کې د وسله والو طالبانو په لټه عمليات په لاره اچولي وو چې په پايله کې يې ١١ وسله وال وژلي.

د دوی په خبره تر عملياتو وروسته سهار مهال چې کله د دوی ځواکونه له سيمې بېرته راوتل د هاشم خيلو په سيمه چې د خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو تر منځ په پرته سيمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د ايساف پر چورلکو د سپکو او درندو وسلو بريدو وشو. ورپسې د هوايي بريد د لارې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول.

بل لوري ته د پيښې يو تن عيني شاهد چې په خپله هم په دغه پيښې کې ټپى شوى دی، وايي چې له يوې جنازې سره د لوګر ازرې ولسوالۍ ته په لاره و چې د هوايي بريدونو لاندې راغلل.

د خوګياڼو ولسوال محمد حسن وايي چې ايساف ځواکونو تيره شپه د شيرزادو ولسوالۍ په نوکړخېلو کې د وسله والو په لټه عمليات تر سره کړي وو خو تر هغې وروسته يې د هاشم خيلو په سيمه کې ولسې وګړي په نښه کړي.

د شيرزادو ولسوالۍ روغتيايي کارکونکي وايي چې د پيښې څخه ورته ٣٥ تنه ټپيان د درملنې لپاره وروړل شوي دي. ولايتي چارواکي دغلته د ګډو ځوکونو له لورې د علمياتو د تر سره کيدو پخلی کوي خو، د قربانيانو د هويت او کره اندازې په اړه ناخبري ښېي.

ليکونکې: ثنا ناصري

کتونکی: نسيم صابر