1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

په ننګرهار كې سږ كال كوكنار هېڅ نه دي كرل شوي

د نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت د ښه نوښت پروګرام له مخې چې لس ميلونه ډالره دغه ولايت ته دعام المنفعه پروژو د جوړولو لپاره وركول شوې دي.

default

اونيم ميلونه ډالره يې په دريو ولسواليو كې د اوبو د بندونو په جوړولو لګيدلي دي .

د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې د ځانګړي استازمي ريچارد هالبروګ د ننګرهار د والي سره د كتنې پرمهال وويل چې د امريكې د متحده ايالاتو جمهور رئيس بارك او باما لخوا يې هغه پيغام وركړ ، په كوم كې چې د ننګرهار د ولايت د بيا رغونې لپاره ځانګړې پاملرنه شوې ده او درې سوه او څلويښت نوو پروژو منْظوري ورته وركړې ده .

د ننګرهار والي وياند احمد ضيا عبدالزي وويل، چې په ننګرهار كې د يوې پيړۍ نه زياته موده كيږي چې پكې كوكنار كرل كيدل، خو په دې ورستيو كې د ننګرهار د ولايتي شورا د ولسونو په مرسته د كوكنارو كرنه بنده شوې ده ، چې په مقابل كې د بزګرانو د غوښتنې او لومړيتوبونو په نْظر كې نيولو سره ، بېلابېلې پروژې بشپړې شوي او څه يې هم تركار لاندې دي .

عبدالزي وويل، چې ننګرهار ته د د يو سرحدي ولايت په توګه نه يوازې زيات كډوال ورته راځي خو په دې ورستيو كې چې د پاكستان سياسي او جنګي حالت د ويجاړيدو په حالت كې دي ، د مهاجرينو لړۍ هم چټګه شوې ده .

په ننګرهار كې درې ښارګوټي د شيخ مصري او بهسودو په سيمه كې جوړ شوي دي ، چې د يو ځانګړي كميسيون له لارې تنْظيميږي.

ده وويل، ننګرهار ته د كنړ لغمان او نورستان ولاياتو كډوال هم رامات شوي دي.

جمال كوټوال

کتونکی: يحيي وردک