1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په نایجیریا کې شکمنو زورپالونکو تر ۶۰ زیات کسان وژلي دي

ویل کیږي چې «بوکو حرام» نومې تندلارې ډلې د نایجیریا په شمال ختیځ کې په یوه کلې باندې چې زیاتره اوسیدونکي یې عیسویان دي برید کړی دی. دغه خبره د عیني شاهدانو له قوله شوې ده. دغه سیمه د ترهگرۍ له پیښو سره مخامخ ده.

خبري آژانسونو د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې دغو اسلامپاله جنگیالیو د کمرون هیواد پولې ته څیرمه د ایزگه، پر کلې باندې چې زیاتره اوسیدونکي یې عیسویان دي د شنبې په ماښام برید کړی دی. د رپوټونو په حواله په دغه برید کې په لسگونو کسان وژل شوي دي او یو شمیر کورونه سوځول شوي دي.

یوه سیمیه ییز دولتي چارواکي د فرانس پرېس خبري آزانس ته ویلي دي: «هغوی [اسلامپاله جنگیالو] د شنبې په ماښام په برید کې ډیر شمیر انسانان ووژل. د وروستیو معلوماتو له مخې چې ما تر لاسه کړي دي تر ۶۰ زیات انسانان وژل شوي دي.»

یوه بل عیني شاهد د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې اسلامپالو په یوه ځای کی د خلکو د وژلو تر مخه هر کور تالاشي کړ او هغه خلک چې په خپلو کورونو پټ شوي ول راویستل. ځایي اوسیدونکي وایي چی دوی داسې گمان کوي چې برید کوونکي د بوکو حرام په نوم د اسلامپاله ملیشې غړي ول. ویل کيږي چې دغه تندلارې ډله په دې هڅه کې ده چې په نایجیریا کې یو اسلامي دولت رامنځ ته کړي. د نایجیریا په شمال کې ډیری مسلمانان اوسیږي او سویلي برخه کی چې د نفتو د طبیعي زیرمو څخه شتمنه ده، اکثریت پکښې عیسویان میشت دي.

د نایجیریا په دغه سیمه کې د تیر کال مې میاشتې راهیسې بیړنۍ حالت نافذ دی

د نایجیریا په دغه سیمه کې د تیر کال مې میاشتې راهیسې بیړنۍ حالت نافذ دی

د بورنو ایالت (چې په پورتني انځور کې په نخښه کړای شوی دی) په کوم کلي چې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده، د اسلامي یاغیانو د مخنیوي له پاره پکښې د تیر کال د می میاشتې راهیسې بیړنی حالت نافذ شوی دی. په دغه سیمه کې د ۲۰۰۹م کال راهیسې ډیری انسانانو په داسې پیښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تیره اوونۍ هم د بوکو حرام تندلارې اسلامپاله ډلې په دوو جلا جلا پیښو کې ۴۳ تنه وژلي وو او له دې امله د بورنو د کلیو او بانډو په سلگونو اوسیدونکي د دغه ایالت مرکز ته تښتیدلي دي.

له هغې وروسته چې په دغه سیمه کې بیړنۍ حالت نافذ شوی دی، نو په پوځي عملیاتو پیل وشو، خو پوځ د بوکو حرم ډلې د بریدونو په ځپلو کې په څرگند ډول پاتې راغلې دی.

له نوموړی پیښی څخه مخکې د نایجیریا ولسمشر گډ لک جوناتان، په عملیاتو کې د نه پرمختگ وروسته د دغه هیواد د پوځ لوی درستیزله خپلې دندې ګوښه کړ اوپر ځای یی یو بل تن په دنده گمارلی دی.