1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ميديا سنتر

په نایجیریا کی خره د له منځه تلو له گواښ سره مخامخ دي

په زیاتره هیوادونو کی خره په ښه نامه نه یادیږي. اکثره وخت هغوی ته د بی عقل او سر تنبه حیواناتو په سترگه کتل کیږي. خو په چین بیا دغه حیوان ډیر قدر لري. د هغو له غوښو څخه جوړ سوي چپس ډیر صحي بلل کیږي او له هډوکو او پوستکی څخه یې د آرایش په سامان کی کار اخیستل کیږي. چین ته د خرو د صادراتو د لوړوالي له کبله په ځینو افرایقايي هیوادونو کې د هغوی کمښت رامنځ ته شوی.

ويديو وګورئ 02:23

دغه راز لوستلای سی