په نایجیریا کي پر یوې کلیسا باندي بريد لس تنه وژلي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 12.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په نایجیریا کي پر یوې کلیسا باندي بريد لس تنه وژلي دي

د نایجیریا په مرکز جوس ښار کي پرعیسوي کاتولیکانو باندي د یوه سخت يرغل خبر ورکړل سوی دئ. د ژغورونکي عملې یوه ویاند ويلي دي چي یوه برید کوونکي خپل چاودېدونکي مواد د سنت فین بارس په کلیسا کي د عبادت پر مهال چولي دي.

د نوو رپوټونو له مخي د دغو موادو د چاودني له امله لږترلږه لس تنه وژل سوي دي. دا پر دغه کلیسا باندي د دوو اونیو په ترځ کي دوهم برید دئ چي تر سره کیږي. د فبرورۍ په وروستيو کي د یوه برید مسئولیت د بوکو حرام په نامه اسلامي ډلي پرغاړه اخیستی وو.

اړوند مطالب