1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په مومندو ایجنسۍ کې ځانمرگي برید پنځه تنه ووژل

په مومندو ایجسنۍ کې د طالبانو ځانمرگي برید اداري مرکزي دفتر په نخښه کړی دی چې د چارواکو په وینا په پایله کې یې درې خاصه دار او دوه لارویان وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو یوې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

اسوشیتد پرس خبري آژانس د حمید الله خان په نوم د یوه ځایي حکومتي چارواکي له قوله په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاودنه په غلنۍ کې د مومندو ایجنسۍ ادارې مرکز په عمومي دورازه کې سهار وختي شوې ده.

د پاکستاني طالبانو له ډلې څخه یو جلا شوې ډلې جماعت الاحرار، رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

حمیدالله خان چې په دغه ودانۍ کې یې دفتر موقعیت لري ویلي دي چې د ودانۍ دننه د ځایي ادارې د کارکوونکو، ساتونکو کورونه او دفتر موقعیت لري. په غلنۍ کې دغه ادارې ته هره ورځ په سلونو کسان د خپلو کارونو د خلاصولو په موخه ورځي، کوم چې له پيښور څخه ۴۵ کیلومتره وړاندي پروته ده. د حمیدالله خان په خبره د برید په تعقیب ډزې هم شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې له ځانمرگي برید کوونکي سره یو بل وسله وال کس هم وو چې هڅه یې کوله تر چاودنې وروسته ودانۍ ته ورننوځي. خو امنیتي ځواکونو دغه کس ویشتلی دی.

د جماعت الاحرار ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. تر دې دمخه د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د تر سره شوي خونړي برید مسوولیت هم دغې ډلې منلی وو چې پولیس پکښې په نخښه شوي. په لاهور کي برید د اوو پولیسو په گډون ۱۳ تنه ووژل.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب:

DW.COM