1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په مهترلام کي د انتقال پر پروسې توغندي بريد سوی

افغان چارواکي وايي، چي امنيتي ځواکونو ته د مسووليت د انتقال پروسه له پلان سره سم روانه ده، خو نن په مهترلام کي، چيري چي په دې مناسبت ځانګړي مراسم نيول سوي ؤ، دوه توغندي بريدونه وسول.

د انتقال پروسه

د انتقال پروسه

د لومړيو رپوټونو له مخه د مرګ ژوبلو او يا نور تاوانونو په هکله تر اوسه څه نه دي ويل سوي. د فرانس پرس خبري آژانس يو خبريال چي د مراسمو په ځای کي ؤ وويل دوه توغندی د مراسمو پر بهير وتوغول سول خو هغه دوه کيلو متره ليري ولګيدل.

د لغمان ولايت مرکز مهترلام، تر باميانو وروسته دوهم ټاټوبی دی، چي نړيوال ځواکونه امنيتي مسووليت افغانانو ته سپاري. د توغندي بريد په اړه د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف له خوا سمدلاسه څه نه دي ويل سوي.

د انتقال د پروسې مسوول اشرف غني احمد زی

د انتقال د پروسې مسوول اشرف غني احمد زی

د کورنيو چارو وزارت چي په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د مسووليت د انتقال له بهير څخه ستاينه کړي، د نوموړي توغندي بريد هيڅ کومه يادونه نه ده کړې.

په دغي پاڼه کي راغلي دي: «افغان امنيتي ځواکونو ته د مسوليتونو د ليږدولو په لړکي، نن د لغمان ولايت مرکز مهترلام کي ځانګړي مراسم نيول سوي ؤ.»

د ناتو تر مشرۍ لاندي، له نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک، ايساف، سره د يو پلان له مخي په لومړي سر کي يوازي په 7 سيمو کي د امنيتي مسوليتونو انتقال پروسه پلي کيږي.

د لغمان والي محمد اقبال عزيزي

د لغمان والي محمد اقبال عزيزي

دغه پروسه تر 2014 کال پوري به بشپړه سي او له دې نيټي وروسته په افغانستان کي نړيوال جنګي ماموريت پای ته رسيږي.

د کورنيو چارو د وزارت په خبرپاڼه کي زياته سوې، چي د مهترلام په مراسمو کي د انتقال د پروسي مشر اشرف غني، د کليو د پراختيا او بيا د رغوني وزير او کورنيو چارو د وزير مرستيال او يو شمير نور لوړ پوړي ولايتي او امنيتي چارواکو ګډون درلود.

د کورنيو چارو د وزير مرستيال عبدالرحمن رحمن د مسووليت د انتقال پروسه د افغانستان د خود کفايي له پاره يو مهم گام بللی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل

DW.COM