1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په منځني ختيځ کښي دسولي دراوستلو نوي هيلي

د جمهوررييس بارک اوباما د منځني ختيځ سياست د کاميابۍ سره مخامخ دی ،اوهغه څه چه د امريکا د پخواني جمهوررييس بوش په وخت کښي ناممکنه وه ،اوس يې امکان پيدا سوی دی ...

د منځني ختيځ دپاره د امريکا خاص استازی ميتچل ،د اسراييلود اپوزیسيون رهبري څيپي ليوني سره د ليدو پر وخت

د منځني ختيځ دپاره د امريکا خاص استازی ميتچل ،د اسراييلود اپوزیسيون رهبري څيپي ليوني سره د ليدو پر وخت

دامريکاجمهوررييس بارک اوباما پدې شروع کړېده چه په منځني ختيځ کښي تغير راولي ،نه د وسلو بلکه د خبرو اترو د لاري .

تر ټولو دمخه دی پر دې کاميابه سوی دی چه د اسراييلوپه حکومت کي پر مثبته لار بې اطميناني پيدا کي . د اسراييلو سياسي رهبري په نړۍ کښي يوازي د يوې رايي څخه نامطمينه کيږي ،چه هغه د امريکاد جمهوررييس رايه او نظر دی .

بارک اوباما قاطع عمل غواړي ،او تر ټولو دمخه په اروپا ، امريکااو اسراييلو کښي ډيری همدغه ډول آرزو لري ، او غواړي اسراييل د فلسطينيانو او همسايه عربي هيوادونيول سوي سيمي بيرته ورکي .

د اسراييلي ناقلينو په موضوع کښي د بارک اوباما او دده د خاص استازي ميتچل جدي او نه تسليميدونکی دريز د يوې ډيري ښې تګلاري په حيث ثابت سو . صدراعظم نيتانياهود راتلونکي يکشنبې په ورځ د اسراييلو دخارجي سياست په باب د يوې اساسي بيانيې اعلان کړی دی . بارک اوباما يوازي دونه ويلي دي ،چه دی هغه ته خوشاله دی .

نيتانياهو ته يوازي يوه لار پاته ده . دی نور نسي کولای چه د دوو دولتوحل او په بين امللي سطح د روډ ميپ دسولي پلان په رسميت ونه پيژني . بل هر کار به نه يوازي د امريکاد جمهوررييس ،بلکه د فلسطينيانو او ټولي نړۍ په مقابل کي توهين او سپکاوی وي . نيتانياهو بايد ځان وښوروي ، په غير د هغه به د خپل لوی متحد امريکا څخه چه د اسراييلو د امنيت تضمينونکی دی ، ملاتړ د لاسه ورکي .

د امريکا جمهوررييس په لويديز اردن کښي د ناقلينو دپاره د کورونو د جوړولو جدي بندول غواړي . او پر همدغه موضوع به چه د منځني ختيځ د شخړي اصلي موضوع هم ده ،د بنيامين نيتانياهو سره خبري وکي .

دامريکا خاص استازی ميتچل ،دفلسطين د مشر محمود عباس سره هم ليدلي وه

دامريکا خاص استازی ميتچل ،دفلسطين د مشر محمود عباس سره هم ليدلي وه

که بيا خبري کيږي ،او اسراييليان او فلسطينيان يوه ميز ته سره کښيني ،بيا نو نيتانياهو نسي کولای پر نورو فرعي موضوعګانو باندي خبري وکي .دی بايد د بيت امقدس د تقسيم او همدارنګه د فلسطينيانو سره دسرحد په تعينولو کښي هم هغوی ته ورتير سي .

ښه دادی چه په اسراييلو کي اوس يو ښی اړخه نشلسټ پر قدرت دی ، ځکه چه په عمل کښي تر اوسه پوري په اسراييلوکښي زيادتره ښی لاسي حکومتونو تر چپي حکومتو د سولي تړونونه امضأ کړي دي .

نيتانياهو د زړه څخه سوله نه غواړي ،ځکه دی په حقيقت کښي د لوی اسراييل د مفکورې طرفداره دی،چه د مديترانې څخه بيا تر اردن پوري رسيږي .

د اسراييلو جمهوررييس پيرس ښه ويلي دي ،چه وايي بارک اوباما بيرته بيا ژر نه راځي . اسراييل اوس د سولي د راوستلو په خاطر يو تاريخي چانس لري .

اينګل بریشت/

کتونکی : محمد قاسم نوري