1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په مصر کې به درې میاشتني بېړنی حالت وي

ترهګري ډلي داعش په مصر کې د «قبطي عیسویانو» پر کلیساو د بریدونه پړه پر غاړه اخیستې. په دغو بريدونو کې تر۴۰ ډیر کسان ووژل شول. اوس د مصر ولسمشر ۳ میاشتنې بېړنی حالت اعلان کړی.

د یکشنبې په ورځ په مصر کې پر «قبطي کلیساو» باندي په دوو بمي بریدونو کې ۴۴ کسان ووژل شول او تر سلو ډیر نور ټپیان شول. داعش د دغو پریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، تر پیښې وروسته ویلي دي چې په هیواد کې به درې میاشتني بېړنی حالت وي. دغه اقدام په عمل کې تر پلي کیدو مخکې د پارلمان تائيد ته اړتیا لري.

د یکشنبې ورځې بریدونو په اسکندریه او طنطا ښارونو کې دوې کلیساوې په نخښه کړې. په اسکندریه کې برید ۱۷ کسان ووژل.

د مصر ولسمشر السیسي، تر پیښې وروسته وویل: «دغه برید، به [د مصریانو] اراده پياوړې کړي چې د امنیت، ثبات او هر اړخیزي پراختیا د ښه کولو پر لور حرکت ته دوام ورکړي.»

السیسي همداراز په خپله وینا کې دې موضوع ته هم اشاره وکړه چې ځيني هیوادونه د مصر د ناامنۍ هڅې کوي.

نړیواله غمشریکي

تر برید وروسته نړیوالو له مصر سره غمشریکي وکړه. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل وویل چې بریدکوونکي غواړي د بیلابیلو دینونو د پلویانو تر منځ واټن رامنځته کړي چې هغوی ته باید د دې کار اجازه ور نه کړل شي.

د نړۍ د عیسویانو مشر پاپ فرانسس، به د رواني میاشتي په پای کې مصر ته سفر وکړي، څو له دې هیواد سره خپله اتحاد وښيي.

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر، د فرانسې جمهوررئيس، د ملګرو ملتونو سرمنشي او نورو مشرانو دغه پیښه غندلې ده.