1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په مصر کښي دغير منسلکو هيوادو کنفرانس

د پرون راهيسي د مصر په شرم الشيخ کښي د غير منسلکو هيوادو د غورځنګ 15 مه سرمشريزه روانه ده . هغه غوښتل چه د شرق او غرب تر منځ دريم قوت وګرزي . خو آيا اوس هم خپل پخوانی اهميت لري ...

دغير منسلکو هيوادو په کنفرانس کښي د مصر جمهوررييس حسني مبارک

دغير منسلکو هيوادو په کنفرانس کښي د مصر جمهوررييس حسني مبارک

دا په اندونيزيا کښي د1955 کال د اپريل د مياشتي کنفرانس ؤ،چه د استعمار څخه تر خلاصيدو وروسته په هغه کښي د 29 هيوادو دولتي او حکومتي مشرانو برخه واخيستله ،او د غير منسلکو هيوادو د بنسټ ډبره يې کښيښوله . ددغه غورځنګ د جوړيدو علت هم د هغه وخت بين امللي حالات وه : د ناټو او وارسا د نظامي پکټو تر منځ سړه جګړه مخ پر زياتيدو وه . دواړه پکټونه يو د بل په مقابل کي مجهز کيدل .

په افريقا او آسيا کښي پخواني مستعمره هيوادونه يو په بل پسې آزاديدل ،او کوښښ يې کاوه چه خپل ځانته يو جلا سياسي نظام جوړ کي ،چه لږ او ډير برياليتوب يې هم درلودۍ .

د غير منسلکو هيوادو غورځنګ پر لسو اساسي ټکو راګرزيدۍ،چه تر 90 يمو کلو پوري يې ددغه غورځنګ اساس جوړاوه .

په هغه کښي د نورو تر څنګ د ټولو دولتو دپاره مځکنی تماميت او سياسي استقلال ،د ټولو نژادو او ملتو مساوات ،د بشر د حقوقو او بين امللي مکلفيتو مراعات ، بيله فشار او يا نظامي اتحاد څخه او د ملګرو ملتو په چوکاټ کښي د ټولو کشمکشو او شخړو سوله ايز حل .

د غير منسلکو هيوادو د غورځنګ په مؤسسو هيوادو کښي د افغانستان تر څنګ الجزاير،کمپوچيا ،عراق ، هندوستان، اندونيزيا،يګوسلاويا ،مصر او نور ډير هيوادونه شامل وه . او په وروستيو لسيزو کښي د هغه تعداد مخ پر ډيريدو ؤ،چه تقريبأ ټول افريقايي او آسيايي هيوادو په هغه کښي برخه درلودل .

دوی په حقيقت کښي پر يوه غورځنګ باندي سره متحد سول ،او نه پر يوه سازمان باندي ،تر څو ښکاره کي چه د بيروکراتيک ساختمان د لاري د هغه کارونه د خنډونو سره مخامخ نسي .

خو سربيره پر هغه غورځنګ کوښښ کاوه چه په بين امللي سياسي صحنه کښي فعاله رول ولري . په بين امللي سياسي صحنه کښي په همدغه وخت کښي سوړ جنګ خپل لوړ اوج ته رسيدلي ؤ ، او په 1964 کال کښي د برلين ديوال ووهل سو ،چه جرمني يې پر دوو برخو وويشۍ .

د برلين د سياست او پوهي د انستيتوت څخه کريستيان واګنر وايي،چه په همدغه سياسي فضأ کښي هدف داؤچه د شرق او غرب تر منځ دريم قوت رامنځته سي .

د ساړه جنګ تر ختميدو وروسته د غورځنګ د نورو هدفو تر څنګ دا هم دي چه د ترهګرۍ سره مبارزه وسي ، د بشر او بين امللي حقوقو ساتنه ،او په اوسنۍ نژدې سوې نړۍ کښي عدالت رامنځته سي .

خو د غير منسلکو هيوادو دغورځنګ دغه هدفونه د ډير برياليتوب سره ندي مخامخ . ځکه چه نه يوازي د ساړه جنګ ختميدل ،بلکه اوسنی بين امللي اقتصادي بحران ددې سبب ګرزيدلی دی ،چه ددغه غورځنګ اهميت راکم سي .

د برلين د سياست او علم د انستيتوت څخه کريستيان واګنر په دې اړه وايي ،« د هغه علت طبعأ په دې کښي پروت دی چه تر 60 موکلو وروسته نړيواله ټولنه ډيره يو د بله سره ليري سوې ده ، موږ نه يوازي د هيوادوتر منځ اقتصادي تفاوتونو وينو ، بلکه پدې منځ کښي ډير نور سيمه ايز سازمانونه هم جوړ سوي دي . دا پدې معنی چه ډير دولتونه طبعأ کوښښ کوي خپل کارونه او غوښتني د سيمه ايزو سازمانو سره عياري کي . »

دی وايي چه مثلأ په بين امللي چوکاټ کښي اوس G77 د خپلو غړو هيوادو دپاره ډير مؤثر دی ،نسبت د غير منسلکو هيوادو غورځنګ ته چه ډير مختلف هيوادونه پکښي راټول سوي دي . غير منسلک هيوادونه لږ برياليتوب او ګډي علاقه مندې لري .

ګراټ وول/

کتونکی : محمد قاسم نوري