هغه کار چي مصر څو ورځي مخکي وکړی، کوم نوي شي نه دی. د انترنت سخت سانسور په برما، چين، ايران، شمالي کوريا، ترکمنستان او ويتنام کي هم موجود دي. خو په مصر کي دا کار په سرعت سره وسو.
مصر پنځه ورځي د انترنت د شبکې څخه ورک ؤ. دا کار د مصريانو دپاره په ۹۰ ميليونه يورو تمام سو.
فقط د ۲۵ دقيقو په جريان کي مصر د انترنت د شبکې څخه ورک سو، همدارنګه د حسني مبارک د موبايل تيليفون هم نور کار نه ورکاوه.
که څه هم په مصر کي د تيليفونونو شبکه بېرته فعاله سوې ده او خلک کولاي سي د موبايل د لاري تيليفونونه وکړي، خو بيا هم د مصر رژيم خپل فشار زيات کړی دی او کوښښ کوي چي مظاهره کوونکي په خپلو وسلو سره ووهي.
د بلي خوا د ودا فون د تيليفوني شرکت په حواله دغه شرکت د دولت د خوا مجبوره سوی ؤ چي د رژيم صميمانه خبري دي د اِس اِم اِس د لاري انتشار کړي. نه يوازي د ودافون شرکت بلکې دهغه نور سيال شرکتونو هم دې کار ته مجبوره سوي وه.
که څه هم د ودافون شرکت دا کار وکړ خو د هغه په حواله يې چارواکو ته په دې اړه خپل شکايت هم کړی ؤ.
د انترنت په بلاګونو کي دغه اِس اِم اِسونه ښکاره سوي وه. د مثال په ډول د مصر تنکي ځوانان ، او يا په آوازو پسي مه ګرځۍ او د عقل څخه کار واخلۍ. په يوه بل خبر کي راغلي وه چي د هري مور، هر پلار ،هري خور ،هر ورور او د اولس د هر غړي څخه زموږ غوښتنه داده چي دغه هيواد وساتي ،دا ځکه چي ملت د تل دپاره دی!
دا چي د ودافون، فرانس تيليکوم، او ايتي سلات په نامه شرکتونه د مصر د رژيم تر تاثير لاندي کار کوي، دغه کار د غربي نړۍ دغو شرکتونو ته غلط تصوير ورکړی دی. دا ځکه چي دوی د يوه ديکتاتور رژيم تر واکمنۍ لاندي کار کوي.
په ۲۰۰۶ م ميلادي کال کي امنيستي انترنشنل يو رپوټ وړاندي کړي ؤ چي د بشر د حقوقو سازمانونه دا ښيي چي د مايکروسافت ګوګل او ياهو په نامه د کمپنيو کارکوونکي څومره د چين په سانسور کي همکار دي.
په خاص ډول پر ياهو باندي دغه تهمتونه ډېر سوي دي. دغه شرکت په ۱۹۹۹ کال کي لومړني خارجي انترنتي شرکت ؤ چي د چين په بازارونو کي يې ډېره وده وکړه.
د امنيستي انترنشنل په حواله دوی چينايي چارواکو ته د خپلي پاڼي د کتونکو په باب معلومات ورکول چي ددغه کار په نتيجه کي لږترلږه دوه ژورناليستان بندي او بيا وروسته محاکمه سول.
مصر پنځه ورځي د انترنت د شبکې څخه ورک ؤ. دا کار د مصريانو دپاره په ۹۰ ميليونه يورو تمام سو.
يوتا/ ګل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل