1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په مزار شريف کي د يوې پښتو ادبي غونډي راپور

په بلخ کې فرهنګیان د پښتو ادب په برخه کې له پورته شوو ګامونو خوښ بریښي او وايي، که د پښتو ژبې د بډاینې په موخه همداسې هڅې روانې وي، لرې نده، چې دا سیمه، د دري ژبې تر څنګ د پښتو ژبې په یوه لویه حوزه بدله شي.

د بلخ ادبي خوځښت په نوښت د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فرورۍ لومړۍ نېټه) د فرهنګي ځوانانو دوو ملاتړو په ویاړ يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د بلخ ولایت د بیلا بیلو ولسوالیو څخه یو شمېر قومي مشران، سیمه ییز چارواکو او په سلګونونو مدني او فرهنګي شخصیتونه پکې برخه اخیستي وه.

په دغه غونډه کې د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حاجی عبدالستار اسحق زی او په بلخ پوهنتون کې د علمي څېړنو د بنسټ مشر پوهندوی غلام فاروق خپلواک په شاندارو مراسمو ونمانځل شول.

نومیالیو فرهنګي مشرانو ته د خوځښت لخوا اېواردونه، ستاینلیکونه او د انځورګرانو په ګوتو یې جوړ شوي انځورونه د ډالۍ په توګه ورکړل شول.

له کلتوري هلو ځلو څخه خوښي

د دغه پروګرام یو شمېر ګډونوال په ورستیو کلونو کې د پښتو ادب او افغان کلتور په برخه کې له شوو هڅو خوښي څرګنده کړه او وویل، که د پښتو ژبې د بډاینې په موخه همداسې هڅې روانې وي ډېر ژر به شمال سمت هم د دري ژبې ترڅنګ د پښتو ژبې په یوه لویه حوزه بدل شي.

د بلخ پوهنتون یوه استاد ضمیر څار، دې غونډې ته په وینا کې ووی:«په ورستیو کلونو کې د بلخ ادبي خوځښت هڅو زياتي هيلي رابخښلي او راتلونکي ته يې خوشبینه کړی یم. هيله لرم چې دغه فرهنګي بنسټ به وتوانيږي چي په لنډه موده کې د بلخ ولایت په بیلا بیلو اولسوالیو کې خپل څانګې و جوړي کړي او د خپل فعالیت لمنه نوره هم پراخه کړي.»

د بلخ ادبي خوځښت د چارو مسئول ذبیح الله احساس وويل چې د دې غونډې موخه د شایسته او خدمتګارو اشخاصو په ژوندون کي لا د هغوی د کړنو ستاینه کول دي. نوموړي خو ټینګار وکړ چې په هېواد کې باید د دې فرهنګ لمنه وغزیږي. هغه زياته کړه: «په بلخ کې د ادب او فرهنګ د ودې په برخه کې د نومیالیو فرهنګي شخصیتونو هڅو ته د درناوي لپاره دغه غونډه جوړه شوې ده. یادو کسانو په دې برخه کې نه ستړي کېدونکي هڅې ترسره کړي، ځوانان یې هڅولي او ملاتړ د هغوی ملاتړ يې کړی دی. نو له همدی کبله د دوی ستایل زموږ لپاره اړین دي.»

«پښتو او دري د يوې چينې اوبه دي»

همداراز د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ مشر صالح محمد خلیق د پښتو او دري ژبې پر تاريخچه خبرې وکړې. هغه وويل چي پښتو او دري د یوې چينې اوبه دي. د خليق په وينا دواړي ژبې په وروستیو کې د لهجو د منځته راتلو سره په تدریجي ډول له یوبل څخه بیلي شوي دي.

د بلخ ادبي خوځښت له تېرو دولسو کلونو راهيسي په بلخ او شاوخوا سيمو کې د پښتو ادب او افغان کلتور د ودې او بډاینې لپاره هڅې کوي، چې د سياسي او ادبي مجلو تر څنګ، په مزار شريف ښار او يو شمېر ولسواليو کې ادبي بهيرونه هم لري. پر دې سربېره د دغه خوځښت لخوا په مزار شريف ښار کې د خوشال بابا په نوم عامه کتابتون جوړ شوی، چې څه باندې څلور زره پښتو کتابونه لري.

د يادونې وړ ده چې حاجي عبدالستار اسحق زی دمګړی د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشري پر غاړه لري او پوهندوی استاد غلام فاروق خپلواک په بلخ پوهنتون کې د استادۍ تر څنګ د دغه پوهنتون د علمي څېړنو د بنسټ مشر هم دی.