1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په مزارشریف ښار کې د حضرت علي جنډه پورته شوه

په مزارشریف کې د حمل په لومړۍ نیټه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې د حضرت علي په زیارت کې جنډه پورته شوه. دا په افغانستان کې د نوروز د لمانځلو تر ټولو لوی مراسم دي چې په کې د دې هیواد له بیلابیلو برخو څخه خلک گډون کوي.

په مراسمو کې یو شمیر افغان چارواکو هم ګډون کړی وو.

په مراسمو کې یو شمیر افغان چارواکو هم ګډون کړی وو.

د پنجشنبې په سهار د مزار شریف ښار فضا بل ډول وه او ښار بل ډول بڼه غوره کړې وه. په زرهاو تنه افغانان چې په تیرو څو ورځو کې د نوروز په جشن کې د ګډون له پاره د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه مزارشریف ته ورغلي دي د حضرت علي په زیارت کې سره راغونډ شوي ول.

سږ کال د نوروز مراسمو ته پر افغانانو سربیره یو شمیر بهرني میلمانه هم راغلي ول. په دې مراسمو کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزیر سید مخدوم رهین، او یو شمیر نورو افغان چارواکو هم گډون کړی وو. د جنډې تر پورته کیدو مخکې د بلخ والي عطا محمد نور، وینا وکړه او په تیر کال کی یې د دې ولایت لاس ته راوړنې یادې کړې.

د چارواکو تر وینا وروسته د مولا جنډې د پورته کولو له هیجانه ډکه شېبه راورسېده او د ۲۱ توپونو په فیرولو سره هغه پورته شوه. هغه زیارت کوونکي چې د افغانستان له بېلا بېلو سیمو څخه د نوي کال او نوروز جشن په مراسمو کې د ګډون له پاره مزارشریف ښار ته ورغلي دي د دغو مراسمو د ښه امنیت ساتلو له کبله له افغان امنیتي ځواکونو څخه منندوی دي.

د جندې د لوړولو په مراسمو کې د ګډون له پاره د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه خلک مزارشریف ته راغلي دي.

د جندې د لوړولو په مراسمو کې د ګډون له پاره د افغانستان له بیلابیلو برخو څخه خلک مزارشریف ته راغلي دي.



بری سعادت له هلمند ولایت څخه د نوروز په مراسمو کې د گډون له پاره مزارشریف ته تللی دی. هغه وایي: «امنیت ډیر ښه دی. له ملي امنیت، ملي پولیسو، ملي اردو، او سرحدي پولیسو څخه مننه کوم چې ډیر ښه امنیت یې ټینگ کړی دی.»

د نوروز مراسمو د امنیت د ساتلو له پاره ۶۱۳۵ تنه امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په بیلابیلو برخو کې په دنده گومارل شوي دي.

د نوروز مراسمو د امنیت د ساتلو له پاره ۶۱۳۵ تنه امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په بیلابیلو برخو کې په دنده گومارل شوي دي.



مزارشریف ته یو شمیر ورغلي خلک وايي چې دغه ښار د تیر کال په پرتله ډیر ښکلی دی. د هلمند ولایت د گریشک ولسوالۍ اوسیندونکی محمود وایي چې د مزارشریف ښار د تیر کال په پرتله ډیر ښایسه شوی دی. هغه زیاتوي: «د خلکو رویه ډیره ښه ده. ډیر پرمختگ شوی دی. د دې ښار بازارونه او د تفریح ځایونه ډیر ښکلي او منظم شوي دي دي.»

سږ کال افغان ځواکونه د نوروز مراسمو د امنیت ساتلو بشپړ مسوولیت پر غاړه لري او بهرني ځواکونه یوازې هوایي گزمې تر سره کوي. چارواکي وايي چې د دغو مراسمو د امنیت ساتلو له پاره ۶۱۳۵ تنه امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په بیلابیلو برخو کې په دنده گومارل شوي دي.