1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په متحده ایالاتو کې نن ټاکنې تر سره کیږي

نن په متحده ایالاتو کې د نوي ولسمشر د ټاکلو له پاره رایو اچول کیږي. د دغه هیواد وگړي به د خپلو رایو په کارولو سره دا پریکړه وکړي چې آیا هغوی د راتلونکو څلورو کلونو له پاره یو ځل بیا ولسمشر بارک اوباما ټاکي او که د هغه سیال میت رامني چې د جمهوري غوښتونکو نوماند دی ته خپله رایې ورکوي.

دواړه نوماندان کابو په مساوي توگه پر مخ روان دي، خو ښایي اوباما یو لږ څه پر خپل سیال مخکې اوسي. داسې اټکل کیږي چې په هغه ایالتونو کې چیرې چې رایې ورکوونکي د کوم گوند پورې تړاو نه لري د دولت د مشر په ټاکلو کې ټاکونکی نقش ولري. په دغه ایالتونو کې د اوهایو، فلوریدا، ویرجینیا، لوا، نیو هامشایر، ویسکونسن، نیویډا او کلوراډو شمیرل کیږي. د ټاکنو د مرکزونو د پرانیستلو تر مخه کابو ۳۰ میلیونه کسانو خپلې رایې کارولي دي.