په مالي کي خونړۍ نښتی سوي دي | دويچه ويله پښتو | DW | 28.06.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په مالي کي خونړۍ نښتی سوي دي

د عیني شاهدانو په حواله د مالي په شمال کي د طوارق د یاغیانو او اسلامیستانو تر منځ نښتو کي لږترلږه ۲۰ کسه وژل سوي دي. ویل کیږي، چي ډېری نور کسان زخمیان سوي هم دي. د افریقا په جنوب کي د یووالي او جهاد په نامه اسلامي پاڅون د ګاوو په ښار کي د طوارق یاغیان شاته وتمبول او دغه ښار ئې تر خپل کنترول لاندي راوست. د مارچ په میاشت کي تر یوې کودتا وروسته د طوارق یاغیانو د دغو اسلامیستانو سره لاس یو کړ او دغه ښار ئې په ګډه سره نیولی وو.