1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

په مارجه کي په لومړی ځل يو ښوونځی جوړ سو

د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه کي په لومړي ځل يو ښوونځی جوړ سو او سوونو زده کوونکو ته پکښي د زده کړي زمينه برابره سوه.

د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د تريخ ناور په سيمه كي يو ښوونځى په اول ځل د دې سیمي د ماشومانو له پاره جوړسوو. دغه ښوونځی چي تر اوږده ځند وروسته جوړ سو په سوو زده كوونكي د سبق ويلوله پاره ورغلي دي.

دغه ښوونځی سيمه کي د امريکا د سمندري ځواکونو په دوه لكه نهه پنځو س زره امريكايي ډالر مالي مرسته جوړسوی دئ.

د هلمند ولایت د پوهني رئيس محمد نسيم ساپي د ښوونځی د پرانيستني پرمهال وويل، چي په دې سيمه كي له كلونو راهيسي ښوونځى نه وو.

ساپي ددې سیمي د ماشومانو له پاره د نورو ښوونځيو د جوړول وعده هم ورکړه او له خلكو څخه ئې غوښتنه وكړه چي خپل اولادونه د زده كړي له پاره ښوونځی ته ولېږي.

د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور وويل، كه په تريخ ناور كي له پخوا څخه امنیت سم وای، نو ډير وختي به ئې د سیمي د خلکو د اولادونو له پاره ښوونځى جوړکړی وای.

مجبور د تريخ ناور له خلكو څخه په امنیتي چاروکي د مرستي غوښنته وکړه، ماشومان ئې په ښه ډول زده کړه وکړي.

د تريخ ناورد سيمي خلک له دولت څخه د امنيت او د ښوونځيو د جوړولو غوښتنه كوي. دوی وايي د دې پراخي سیمي له پاره د یوه ښونځي جوړول بسنه نه کوي.

د هغوی په خبره ښوونځی خو جوړ سو اوس نو استادان هم بايد ورته را ولېږل سي. د افغانستان په ډيرو سيمو کي د مسلکي ښوونکو نه شتون د ښووني او روزني په برخه کي ستره ستونزه ده.

په هلمند ولایت کي د پوهني ریاست هر وخت په بېلابېلو ولسوالیو کي د ښوونځيو د جوړولو خبر ورکوي. خو ډيرى خلک په ښوونځيو كي د ناسم كيفيت له امله شكايت كوي.

مجتبی محمدي/ لښکرگاه
کتونکی: نجيب الله زيارمل