1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په لښکرگاه کي پر يوه کور باندي ځانمرگي بريد سخته مرگ ژوبله اړولې

د هلمند امنيتي چارواکو ويلي دي چي په لښکرگاه ښار کي پر يوه کور باندي په ځانمرگي بريد کي ۷ کسان وژلي سوي او ۶ نور ټپيان سوي دي. د پيښي مسئولیت تر اوسه پوري چا پرغاړه نه دی اخيستی.

د هلمند د پوليسو قوماندان آغا نور، ويلي دي چي په دغه چاودنه کي چي پر يوه کور باندي سوې ده ۷ کسان وژل سوي او ۶ نور ټپان دي. خو هغه دا نه دي ويلي چي دغه کور په چا پوري اړه لري.

خو د دغه ولايت وياند عمر ځواک بيا د يوه تن د وژل کېدو خبره کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي د مرکزي حکومت له خوا د هلمند له چارواکو غوښتل سوي ول چي په دغه ولايت کي د امنيت په اړه په خبر ورکولو کي پام وکړي.

دا چي دغه کور چي يرغل ورباندي سوي د چا وو رسمي چارواکو تر اوسه پوري څه نه دي ويلي. خو په دغه ولايت کي د خبريالانو د راپورونو له مخي بريد د طالبانو له خوا د يوه قوماندان پر کور سوی دئ.

د هلمند د ځايي ادارې يوې سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې ياد سي ويلي دي چي دغه کور د ملېشو د يوه قوماندان دئ چي له طالبانو سره په جگړه کي د افغانستان د ملي امنيت ادارې ملاتړ کوي.

دا چي په دغه پېښه کي پخپله قوماندان ته تاوان رسېدلی که نه، تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.