1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په لايپڅيک کې د کتابونو نندارتون د نندارچيانو دپاره پرانستل شو

د آلمان په لايپڅيگ ښار کې د کتابونو د نندارتون ور سر د پنج شنبې راهيسې د ننارچيانو په وړاندې پرانستل شوی دی. دغه نندارتون به تر يکشنبې پورې دوام وکړي او تر هر وخت پخوا څخه زياتو خپروونکو موسسو په کې گډون کړی دی.

له 36 هېوادونو څخه د اټکل له مخې 2350 خپرندويو ټولنو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي

له 36 هېوادونو څخه د اټکل له مخې 2350 خپرندويو ټولنو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي

له 36 هېوادونو څخه د اټکل له مخې 2350 خپرندويو ټولنو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي. د نندارې تر څنگ به ټول ټال 1900 ليکونکي او کښونکي خپل کتابونه د غونډو په ترڅ کې ولولي چې د دغو کتابونو په سر به بيا بحثونه او کره کتنې هم وشي. د لايپڅيگ د کتابونو نندارتون تېره شپه په رسمي توگه د يوې پرتمينې غونډې له لوري پرانستل شوی و. د پرانستنې پر مهال آلماني کښونکي گېرد کوينن او روسي فيلسوف ميخايل ريکلين ته د لايپڅيگ د ننارتون جايزه ورکړل شوه، چې په اروپا کې د پوهاوي او تفاهم د ښه کولو دپاره ټاکل شوې ده.