1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په قزاقستان کي د کريميا پيښي د تکرار ويره

له روسي اتباعو څخه د دفاع په پلمه په اوکرايین کې د روسيې پوځي مداخلې، د پخواني شوروي اتحاد جمهورتونو مشران اندېښمن کړي دي. قزاقستان چې څلور روسي مېشته ولایتونه لري اوس په خپلو کورنیو چارو کې د روسيې له مداخلې ویره لري.

د روسيې تر فدراسیون وروسته قزاقستان یوازنی هیواد دی چې د روسي ژبې ویونکو تر ټولو لوړ رقم لري. د دغه هیواد د اساسي قانون چې د (۱۹۹۵ کال د اگست میاشتې پر۳۰ نیټه) تصویب شوی دی، په دولتي او خصوصي ادارو کې «روسي او قزاقي» دواړو ژبو خبرو کولو ته جواز ورکړی دی.

تر هغه دوه کاله وروسته (۱۹۹۷کال د جون مياشتي ۱۱مه) د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف، قزاقي ژبه د دغه هیواد د رسمي ژبې په توگه اعلان کړه. د دغه هیواد د اساسي قانون په ۷ ماده کې راغلي دي. «د قزاقستان جمهوریت رسمي ژبه قزاقي ده.»

د قزاقستان تر خپلواکۍ وروسته د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې میشته روسي ناسیونالستانو له روسيې سره د خپلو ولایتونو د یوځای کولو غوښتنه وکړه. یو شمیر روسي نخبگانو، د هغو له جملې څخه مشهور لیکوال او د سولي د ادبیاتو د جایزې ترلاسه کوونکی الکساندر سولژنیتسین هم مخکې تر دې ادعا کړې وه چې د قزاقستان شمالي ولایتونه دي په روسيې پوري اړه ولري.

د روسي ټبره بېلتون غوښتونکو پرضد د قزاقستان د دولت سیاست

په وروستیو لسیزو کې د قزاقستان دولت د هیواد په شمالي برخو کې د بېلتون غوښتونکو سره د مقابلې په خاطر د هیواد په شمال کې د قزاقانو د میشتولو له سیاست څخه کار واخیست. د دغو سیمو د اوسیدونکو مطلق اکثریت روسان ول.

د دې کار په نتیجه کې د ټول هیواد په کچه د قزاقانو شمیر تر ۱۹۹۹ کاله وروسته ۲۶ سلنه ډیر او په مقابل کې يي د روسي ټبره وگړو شمیر ۱۵ سلنه را کښته شو.

په دغه هیواد کې د وروستۍ سرشمېرني پر بنسټ چې په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شوې ده دغه هیواد ۱۶ میلیونه او ۲۰۰ ززه نفوس لري. قزاقان د دغه هیواد د وگړو ۶۳ سلنه برخه تشکیلوي په داسې حال کې چې لس کاله وړاندی دغه شمیر ۵۳ سلنه وو.
روسي وگړي د قزاقستان د نفوسو ۲۳سلنه برخه تشکیلوي چې د ۱۹۹۹ کال راهیسې پکښې ۳۰ سلنه کمښت لیدل کیږي.

روسان د قزاقستان په څلورو ولایتونو کې

د «آزادۍ راډیو» د قزاقي څانگې مشر یدیگه ماگائوین، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې روسان په قصدي توگه د قزاقستان په شمالي ولایتونو کې د پاولودارسک، سمي پالاتینسک، اوست کامانوگورسک او پتروپاولسک په ښارونو کې اوسیږي.

نور سلطان نظربايوف

نور سلطان نظربايوف

د یدیگه په خبره د پخواني شوروي اتحاد په وخت کې د آلماتا (د قزاقستان پخوانۍ پلازمېنه) د اوسېدونکو یو پر څلورمه برخه قزاقان ول، خو په ۱۹۹۱کال کې د دغه هیواد تر خپلواکۍ وروسته په دغه هیواد کې د قزاقانو شمېر ډیر شو.

دینگه ټینگار کوي: «روسان او قزاقان په قزاقستان کې په مسالمت سره ژوند کوي. او دا زموږ د هیواد د ځمکني بشپړتیا د ساتل کیدو تر ټولو لوی ضمانت دی. د قزاقستان تر شل کلني خپلواکۍ وروسته د روسي الاصلو قزاقانو نوی نسل خپل ځانونه ډیر قزاقان بولي نه روسان. له بلې خوا روسیه په سیمه کې د قزاقستان ستراتیژیک ملگری دی او دواړو هیوادونو په اووه زره کیلو متره سرحد کې هم تر اوسه پوري کومه نښته نه ده رامنځته شوې.»

خو پر دې سربیره هم دغه سیاسي کارپوه ویره لري چې کیدای شي په کریمیا کې رامنځ ته شوی حالت په قزاقستان کې هم تکرار شي.

«نن په اوکراین، سبا په قزاقستان کې»

له بلي خوا کریمیا ته د روسي ځواکونو تر تلو وروسته په الماتا او استانه کې د روسیې پر ضد مظاهرې وشوې. یوه مظاهره کوونکي یوه سیمه ییز تلویزیون ته وويل: «روسیې پرون پر گرجستان برید وکړ نن یې د اوکراین ځیني برخي نیولي دي او سبا به زموږ د هیواد نوبت وي.»

د یو شمېر افراطي روسي سیاستوالو خبرو هم ځین قزاقان اندېښمن کړي دي. ولادیمیر ژیرنووسکي د روسیې پارلمان غړی او د لیبرال دیموکرات گوند مشر په مسکو کې وویل: «د قزاقستان په گډون د مرکزي اسیا هیوادونه باید د روسیې له فدراسیون سره یوځای شي.»

د ژیرنووسکي خبري چې په خپله هم په آلماتا کې زېږېدلی دی، د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت سخت خبرگونونه راوپارول.
د دې وزارت په یوه بیانیه کې د ژیرنووسکي پر «مداخله گرانه» خبرو باندي نیوکه کړې ده او له روسیې څخه یې غوښتې دي چې د دغو خبرو پر ضد باید لازم اقدام وشي. د قزقستان د کورنیو چارو وزارت په خپله بیانیه کې لیکلي دي:

«څرنگه چې مو تر دې مخکي څو واري دا خبره اعلان کړې ده د حاکمیت حق، خپلواکي او د قزاقستان ځمکنی حاکمیت د بدلون وړ نه دی. د دې هیواد پر حاکمیت باندې هر برید به وځپل شي.»

کریمیا ته د روسي ځواکونو د ورتلو په اړه د قزاقستان چوپتیا

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربايوف، تر اوسه پوري د کریمیا په مسئله کې چوپتیا خپله کړې ده. ویل کیږي چې قزاقستان دغه کار په خپل هیواد کې د ارامښت ساتلو له پاره کړی دی.

له بلې خوا بیا په ټولنیزو انترنتي پاڼو کې قزاقانو پر خپلو حکومت باندي نیوکه کړې ده چې ولي یې په کریمیا کې د روسانو د «برید» او همداراز له روسیې سره «د قزاقستان د شمالي برخو» د یوځای کیدو پر ضد غبرگون ښوولی نه دی.

په برلین کې د علم او سیاست له بنسټ څخه د قزاقستان د چارو کارپوه ډاکټر اووه هالباخ، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې په ۱۹۹۸ کال کې له آلماتا څخه استانې ته د قزاقستان پلازمېنه ځکه ولیږدول شوه، چې د دې هیواد حکومت اندېښنه لرله چې یو شمېر برخې به یې له روسیې سره یوځای شي.

په برلین کي د علم او سياست د بنسټ کارپوه اووه هالباخ

په برلین کي د علم او سياست د بنسټ کارپوه اووه هالباخ

هغه ټینگار کوي چې په روسيه او قزاقستان کې ملي گرایانو غوښتل چې د قزاقستان څلور شمالي ولایتونه له روسیې سره یوځای شي. نو له همدې کبله د قزاقستان ولسمشر پلازمېنه روسیې ته یوه نزدې ولایت ته ولېږدوله، څو ډیر قزاقان هلته مېشته شي.

هالباخ په دې باور دی، کله چې په ۲۰۰۸ کال کې روسیې پر گرجستان باندې برید وکړ نو دې خبري قزاقان ډیر وارخطا کړل ځکه د هغوی په شمالي ولایتونو کې یو شمیر روسان غواړي چې د دې هیواد دغه برخې له روسیې سره یوځای شي.

هالباخ زیاتوي: «قزاقان له دې ویره لري چې روسیه دې د روسانو د ساتنې په موخه پر قزاقستان باندي برید وکړي. په اوکرايین کې رامنځ ته شوي وضعیت ته په کتو سره، په دې اړه هیڅ ضمانت نه شته چې روسیه دې د قزاقستان پر ضد هم یو ورته سیاست غوره نه کړي.»

د قزاقستان د نوم د بدلولو وړاندیز

د قزاقستان له پاره د آزادۍ راډیو د قزاقي څانکي مشر یدیگه ماگانوین، ټینگار کوي چې د قزاقستان پلازمېنه له دې کبله بدله شوې ده چې په دې هیواد کې ثبات او یووالی وساتل شي.

د قزاقستان ولسمشر تر دې مخکي اعلان کړی وو چې غواړي د قزاقستان نوم «قزاق اتلي» ته واړوي چې د قزاقانو د خاوري په معنی ده. په پلان کې ده چې د قزاقستان مشر په نزدې وختونو کې مسکو ته سفر وکړي.